د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د ننګرهار محکمې ۱۳ کسان د بېلابېلو جرمونو په قضيو کې په بند محکوم کړل

د ننګرهار محکمې ۱۳ کسان د بېلابېلو جرمونو په قضيو کې په بند محکوم کړل

May 22, 2019 - 16:15

جلال اباد (پژواک،د غبرګولي لومړۍ نېټه ۹۸): د ننګرهار ولايت د استيناف محکمې اړوند د ښاري محکمې له لوري ۱۳ کسان د غلا، چپاولګرۍ او جنسي تېري په جرمونو په بند محکوم کړل.

دوی د ښاري محکمې د جزا ديوان د قضايه پلاوي له لوري له يوه څخه تر لسو کلونو پورې د بند سزا ورکړل شوه.

د استيناف محکمې له مطبوعاتي دفتر څخه د غبرګولي په لومړۍ نېټه پژواک ته راستول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ښاري ابتدايه محکمې له لوري د موظفو څارنوالانو او مدافع وکيلانو په موجوديت کې دا پرېکړې شوې دي.

خبرپاڼه کاږي، د محکمې د پرېکړې له مخې دوو تنو ته د جزا د کوډ د ۶۳۷مې مادې پر بنسټ د جنسي تېري په يوه قضيه کې دوه تنه په لس لس کاله تنفيذي بند محکوم شوي دي.

دغه راز دوه تنه د چپاولګرۍ په يوه قضيه کې د جزا د کوډ د ۷۰۲مې مادې پر بنسټ په شپږ شپږ کاله تنفيذي بند، دوه تنه د غلا په قضيه کې د جزا کوډ د ۷۰۲مې مادې پر بنسټ په شپږ شپږ کاله او دوه تنه نور د جزا د کوډ د ۲۳۷مادې پر بنسټ په پنځه کاله او يو مياشت تنفيذي بند محکوم شوي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، درې تنه نور د غلا په بېلابېلو قضاياوو کې د جزا کوډ (۷۰۲) او (۲۳۷) مادو پر اساس په دوه دوه کاله او يو تن يې په يو کال تنفيذي بند سزا محکوم کړل.

په همدې علني قضايي غونډه کې يو تن د چپاولګرۍ په قضيه کې د جزا کوډ (۷۱۴) مادې پر اساس يې (۱) کال او دوه مياشتو تنفيذي بند محکوم په سزا شو.

د محکمې د معلوماتو له مخې، د يادو کسانو پر وړاندې شوې پرېکړه وروستۍ نه ده او کولی شي چې د استيناف غوښتنه وکړي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement