ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هند: د يو متحد او باثبات افغانستان لپاره د هرې پروسې ملاتړ کوو

هند: د يو متحد او باثبات افغانستان لپاره د هرې پروسې ملاتړ کوو

author avatar
22 May 2019 - 12:25
هند: د يو متحد او باثبات افغانستان لپاره د هرې پروسې ملاتړ کوو
author avatar
22 May 2019 - 12:25

کابل (پژواک، د غبرګولي لومړۍ نېټه ٩٨):  هندوستان وايي، د هرې هغې پروسې ملاتړ کوي چې د يو متحد، سوله ييز او با ثبات افغانستان لپاره ترسره کېږي.

د هندوستان د بهرنيو چارو وزيرې مېرمن سوراج دغه څرګندونې نن (د غبرګولي لومړۍ نېټه) په قرغيزستان کې د شانګهاى سازمان  د بهرنيو چارو وزيرانو په غونډه کې کړې دي.

هغې زياته کړې چې هېواد يې د سيمې او نړۍ په اقتصادي پرمختګ کې مهم رول لوبوي او په دې برخه  کې يې د پام وړ کارونه هم کړي دي.

د هندوستان د بهرنيو چارو وزيرې وويل چې هېواد يې د هرې هغې پروسې ملاتړ کوي چې د يو متحد، سوله ييز او با ثبات افغانستان لپاره ترسره کېږي.

مېرمن سوراج وايي چې په دغو پروسو کې بايد د نورو لاسته راوړنو تر څنګ د ښځو او د بشر حقوقو ته درناوى وشي.

هغې په نړيوالو چارو کې د دغه سازمان د فعال رول او دخيلېدو هرکلى وکړ  او ويې ويل چې سازمان بايد فعال رول ولوبوي.

په دې ناسته کې د چين، روسيې، پاکستان، هندوستان، تاجکستان، قرغيزستان ، ازبکستان، قزاقستان او يو شمېر نورو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيران او نړيوالو سازمانونو استازو ګډون کړى دى.

افغانستان په دغه سازمان کې د ناظر په توګه ګډون کوي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.