د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ولسي جرکه کې د رحماني لپاره په برخليک ټاکنونکې رايې ناندرۍ روانې دي

ولسي جرکه کې د رحماني لپاره په برخليک ټاکنونکې رايې ناندرۍ روانې دي

May 22, 2019 - 11:46

کابل (پژواک، د غبرګولي لومړۍ نېټه ٩٨): پلټنو وښوده چې د ولسي جرګې رياست د ټاکنو د دويم پړاو په ورځ د جرګې نصاب ٢٤٧ تنه و چې له مخې يې يو نوماند هم بريالى نه بلل کېږي، خو اوس پر يوه رايه ناندرۍ را ولاړې شوې دي.

د غويي په ٢٨مه د ولسي جرګې رياست د ټاکنو په دويم پړاو کې دوو تنو (ميررحمان رحماني او کمال ناصر اصولي) ته چې د ټاکنو په لومړي پړاو کې يې تر نورو ډېرې رايې لرلې، د رايو صندوقونه کېښودل شول، خو د درېيو رايو نادرکه کېدل د جرګې د غړو ترمنځ د ناندريو او شخړې لامل شول؛ ځکه چې که نصاب ٢٤٧ تنه شوى واى، نو دواړو نوماندانو ټاکنې بايللې او که ٢٤٤ تنه شوى واى، نو رحماني ګټونکى بلل کېده.

تر ډېرو ناندريو وروسته وړمه ورځ يو ٢٧ کسيز پلاوى وټاکل شو څو دغه موضوع وڅېړي او په اړه يې د جرګې عمومي غونډې ته راپور ورکړي. په دغه پلاوي کې پنځه تنه د رحماني او پنځه تنه د اصولي پلويان او پاتې نور بې پرې کسان دي.

د دې جرګې ځينو غړو تېره ورځ وويل ټاکل شوې چې دغه پلاوى نن (د غبرګولي لومړۍ نېټه) د خپل کار پايلې د جرګې عمومي غونډې ته وړاندې کړي، خو تر اوسه دغه کار نه دى شوى.

د ولسي جرګې غړي ننګیالي لونګ نن وويل چې د ټاکنو په ورځ د جرګې موقت مشر عطاء محمد دهقانپور "د ۲۴۴ تنو له روایت څخه" رحماني ګټونکى اعلان کړ، ويل يې چې نصاب ٢٤٤ تنه دى.

ده وویل چې د جرګې موقت مشر هغه درې رایې چې ورکې بلل کېدې، هغه یې په غیر حاضرو کې حساب کړې وې.

لونګ وايي، هغه درې رايې چې ورکې وې، پيدا شوې او په دې سره ثابته شوه چې د ولسي جرګې د رياست څوکۍ د دويم پړاو ټاکنو په ورځ د جرګې نصاب ٢٤٧ تنه و.

د هغه په وينا، له درېيو رايو څخه دوې يې پيدا شوې او د يوې پر ځاى د رايې په صندوق کې سپينه پانه اچول شوې وه.

دى زياتوي چې دا رایی باطلې وې او د هېچا په ګټه نه دي کارول شوې.

لونګ وايي دغو رايو ته په پام يو نوماند هم ګټونکى نه دى.

د ده په وينا، اوس د رحماني پلويان غواړي هغه رايپاڼه د رحماني په ګټه وکاروي چې هغې کې رحماني ته د رايې ورکولو لپاره په ځانګړي شوي خالي ځاى کې ٢ ليکل شوي او لاندې ترې ټکى اېښودل شوى دى.

لونګ وايي، دا په داسې حال کې ده چې دغه رايه د ټاکنو په ورځ باطله بلل شوې؛ ځکه چې د "٢" او "ټکي" پر ځاى بايد "ص" يا ټيک مارک اېښودل شوى واى.

دى زياتوي: "اصول داسی دي چې که چېرې دوی په هغه وخت کی رسمي او کتبي اعتراض کړى وای، بیا به بررسي کېده... خو اوس چې نورې لارې بندې شوې، دا موضوع یې نیولې ده."

د ولسي جرګې د کورنيو دندو اصولو کې راغلي چې د رايي اخيستل د تصويب او پايلې له اعلان وروسته، پر تصويب شوې موضوع باندې د دويم ځل لپاره بحث نه کېږي.

هغه زياتوي: "د ورقې په پاى کې یوه قصدي نشاني نقطه ایښودل شوې چی دا د دوی ترمنځ شفر و، دا شفر مخکې د دوی په منځ کې اېښودل شوی چې پر اساس به یې بیا پیسې ورکولې."

په ولسي جرګه کې د کونړ د خلکو استازى او د یادې ٢٧ کسيزې کمېټې غړى جاوېد ساپى هم وايي چې له پلټنو وروسته معلومه شوه چې د دويم پړاو ټاکنو په ورځ د جرګې نصاب ۲۴۷ تنه و؛ ځکه هغه دوه ورکې رايې په باطلو رايو کې پيدا شوې.

هغه زياتوي چې د کمېټې په ارشيف کې د دويم پړاو د رايې ورکونې بهير په دقت وليد چې مهم ۲۲ موارد يې ترې را و ايستل.

ساپى وايي: "يوه باطله رايه باندې د کمېسيون نظر ورکړل شو چې څه بايد وشي؟ زموږ ځواب دا و، د ولسي جرګې داخلي وظايفو قانون له مخې، د رياست له ټاکنو څخه وروسته چې جلسه ختمه شي، هېڅ شکايت قابل د بحث نه دی، زموږ نظر دا و چې په ياده جنجالي رايه دې د ټول تالار نظر واخيستل شي، نه دا چې زموږ ۲۷ کسيزه کمېټه په دې مسئله خپلمنځي تصميم ونيسي، اخير دا شوه چې موږ هر يو (مريم سليمانخېل، راضيه سادات منګل، خادم، عبدالررشيد عزيزي، نادرخان کټوازی، اورياخېل، شاهپور پوپل، خان محمد وردګ، او زه جاوېد ساپی) له غونډې احتجاجاً راووتو، ځان ته مو دا حق ورنه کړ څو پر قانون معامله وکړو."

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement