ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسي جرکه کې د رحماني لپاره په برخليک ټاکنونکې رايې ناندرۍ روانې دي

ولسي جرکه کې د رحماني لپاره په برخليک ټاکنونکې رايې ناندرۍ روانې دي

author avatar
22 May 2019 - 11:46
ولسي جرکه کې د رحماني لپاره په برخليک ټاکنونکې رايې ناندرۍ روانې دي
author avatar
22 May 2019 - 11:46

کابل (پژواک، د غبرګولي لومړۍ نېټه ٩٨): پلټنو وښوده چې د ولسي جرګې رياست د ټاکنو د دويم پړاو په ورځ د جرګې نصاب ٢٤٧ تنه و چې له مخې يې يو نوماند هم بريالى نه بلل کېږي، خو اوس پر يوه رايه ناندرۍ را ولاړې شوې دي.

د غويي په ٢٨مه د ولسي جرګې رياست د ټاکنو په دويم پړاو کې دوو تنو (ميررحمان رحماني او کمال ناصر اصولي) ته چې د ټاکنو په لومړي پړاو کې يې تر نورو ډېرې رايې لرلې، د رايو صندوقونه کېښودل شول، خو د درېيو رايو نادرکه کېدل د جرګې د غړو ترمنځ د ناندريو او شخړې لامل شول؛ ځکه چې که نصاب ٢٤٧ تنه شوى واى، نو دواړو نوماندانو ټاکنې بايللې او که ٢٤٤ تنه شوى واى، نو رحماني ګټونکى بلل کېده.

تر ډېرو ناندريو وروسته وړمه ورځ يو ٢٧ کسيز پلاوى وټاکل شو څو دغه موضوع وڅېړي او په اړه يې د جرګې عمومي غونډې ته راپور ورکړي. په دغه پلاوي کې پنځه تنه د رحماني او پنځه تنه د اصولي پلويان او پاتې نور بې پرې کسان دي.

د دې جرګې ځينو غړو تېره ورځ وويل ټاکل شوې چې دغه پلاوى نن (د غبرګولي لومړۍ نېټه) د خپل کار پايلې د جرګې عمومي غونډې ته وړاندې کړي، خو تر اوسه دغه کار نه دى شوى.

د ولسي جرګې غړي ننګیالي لونګ نن وويل چې د ټاکنو په ورځ د جرګې موقت مشر عطاء محمد دهقانپور "د ۲۴۴ تنو له روایت څخه" رحماني ګټونکى اعلان کړ، ويل يې چې نصاب ٢٤٤ تنه دى.

ده وویل چې د جرګې موقت مشر هغه درې رایې چې ورکې بلل کېدې، هغه یې په غیر حاضرو کې حساب کړې وې.

لونګ وايي، هغه درې رايې چې ورکې وې، پيدا شوې او په دې سره ثابته شوه چې د ولسي جرګې د رياست څوکۍ د دويم پړاو ټاکنو په ورځ د جرګې نصاب ٢٤٧ تنه و.

د هغه په وينا، له درېيو رايو څخه دوې يې پيدا شوې او د يوې پر ځاى د رايې په صندوق کې سپينه پانه اچول شوې وه.

دى زياتوي چې دا رایی باطلې وې او د هېچا په ګټه نه دي کارول شوې.

لونګ وايي دغو رايو ته په پام يو نوماند هم ګټونکى نه دى.

د ده په وينا، اوس د رحماني پلويان غواړي هغه رايپاڼه د رحماني په ګټه وکاروي چې هغې کې رحماني ته د رايې ورکولو لپاره په ځانګړي شوي خالي ځاى کې ٢ ليکل شوي او لاندې ترې ټکى اېښودل شوى دى.

لونګ وايي، دا په داسې حال کې ده چې دغه رايه د ټاکنو په ورځ باطله بلل شوې؛ ځکه چې د "٢" او "ټکي" پر ځاى بايد "ص" يا ټيک مارک اېښودل شوى واى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.