د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

پاکستان: د افغانستان د سولې پروسې لپاره اسانتیاوو برابرولو ته دوام ورکوو

پاکستان: د افغانستان د سولې پروسې لپاره اسانتیاوو برابرولو ته دوام ورکوو

May 22, 2019 - 15:28

کابل (پژواک، د غبرګولي لومړۍ نېټه ٩٨): د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شانګهاى سازمان ته ويلي چې دوى د افغان سولې پروسې لپاره د اسانتيا برابرولو برخه کې خپلو همکاريو ته دوام ورکوي.

شاه محمود قريشي دغه څرګندونې نن د قرغېزستان په پلازمېنه بشکيک کې د شانګهاى سازمان د بهرنيو چارو وزيرانو دوه ورځنۍ غونډې ته کړې دي.

په دې ناسته کې د چين، روسيې، پاکستان، هندوستان، تاجکستان، قرغېزستان، ازبکستان، قزاقستان او يو شمېر نورو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيران او نړيوالو سازمانونو استازو ګډون کړى دى.

افغانستان په دغه سازمان کې د ناظر په توګه ګډون کوي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير قريشي دې ناستې ته په خپله وينا کې ويلي، د ټولې سيمې د ثبات لپاره د افغانستان سوله او ثبات اړين دي.

هغه زياته کړې، پاکستان د افغانانو په مشرۍ او مالکيت د سولې د پروسې ملاتړ کړى؛ ځکه چې د افغان شخړې د هواري يواځېنۍ لاره خبرې او مذاکرات دي.

قريشي وايي: ((دا چې د سولې لپاره خبرې اترې پيل شوې، دا د ډاډ خبره ده.))

نوموړي هيله څرګنده کړې چې دا خبرې اترې پراخه او ټولې خواوې په کې دخيل شي.

ده زياته کړې، پاکستان به د افغان سولې لپاره د اسانتيا برابرولو په برخه کې خپلو هڅو او همکاريو ته ادامه ورکوي.

هغه هيله څرګنده کړې چې نورې خواوې هم په دې پرخه کې خپلې همکارۍ ونه سپموي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير ويلي، دوى هر ډول ترهګري غندي او په ځانګړې توګه هغه ترهګري چې د حکومتونو په ملاتړ ترسره کېږي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement