ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چین له افغان سرې میاشتې سره ۱۳۵ زره ډالر مرسته کوي

چین له افغان سرې میاشتې سره ۱۳۵ زره ډالر مرسته کوي

author avatar
22 May 2019 - 18:08
چین له افغان سرې میاشتې سره ۱۳۵ زره ډالر مرسته کوي
author avatar
22 May 2019 - 18:08

کابل (پژواک، د غبرګولي لومړۍ ۹۸): «د چین د خلق پراختیا او سولې» بنسټ د جګړې، طبیعي او غیرطبیعي پېښو له زیانمنو څخه د ملاتړ لپاره له افغان سرې میاشتې سره ۱۳۵ زره امریکايي ډالر مرسته کوي.

د یادې مرستې هوکړه لیک نن د چین په سفارت کې د هغه هېواد د سولې او پراختیا بنسټ له استازو او افغان سرې میاشتې د استازو تر منځ لاسلیک شو.

د چین د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وانګ یاجون (Wang  Yajun) د یاد هوکړه لیک د لاسلیک په مراسمو کې د افغانستان او چین تر منځ د سوداګري تاریخچه دوه زره کاله وبلله او ویې ویل: ((موږ باور لرو چې د افغانستان د پرمختګ لپاره زیات فرصتونه رامنځته کېږي، څو دغه هېواد خپلې پخوانۍ بډاینې ته ورسېږي.))

نوموړي روښانه کړه چې د دواړو هېوادونو د خلکو تر منځ د اړیکو زیاتېدل په حقیقت کې د دواړو هېوادونو د مشرانو د اړیکو ښه کېدل ګڼي.

هغه هیله مندي ښکاره کړه چې په افغانستان کې یوه رښتینې سوله ټینګه شي، څو د افغانستان خلک د نړۍ د نورو هېوادونو تر څنګ ښه ژوند وکړي.

د افغان سرې میاشتې د ټولنې رییسې نیلاب مبارزې چې په یاده ناسته کې یې ګډون درلود، د افغان سرې میاشتې د رییسې مېرمن غضنفر پیغام ولوست.

په پیغام کې ویل شوي: ((چین په بېلا بېلو دورو کې د افغانستان ښه دوست پاتې شوی او له افغانانو سره یې ارزښتمنې مرستې کړې دي.))

نوموړي زیاته کړه، تېر کال د یوه پروګرام له لارې د زره په سوري اخته شاوخوا ۱۰۰ زره افغانان ماشومان چین ته د درملنې لپاره لېږل شوي دي.

د نوموړې په خبره، د چین د خلق جمهوریت مرستو ته په کتو ۴۰۰ نور ماشومان هم چین ته لېږل کېږي او ټاکل شوې ۱۵۰ کسان سږ کال ولېږل شي او پاتې نور ماشومان به په راتلونکو کلونو کې ولېږل شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.