کابل (پژواک، د غبرګولي لومړۍ نېټه ٩٨): ټاکل شوې ولسي جرګه سبا د ټاکل شوي پلاوي له څېړنو وروسته ددغې جرګې د ریاست د څوکۍ د ټاکنو د یوې جنجالي رایې په اړه تصمیم ونیسي.
د غويي په ۲۸ مه د ولسي جرګې د ریاست د ټاکنو په دویم پړاو کې دوو نوماندانو (میر رحمان رحماني او کمال ناصر اصولي) ته د رایو صندقونه کېښودل شول، خو د درېیو رایو د ورکېدو له امله د جرګې د غړو تر منځ شخړه رامنځته شوه، ځکه که ثابته شي چې په هغه ورځ د جرګې نصاب ۲۴۷ کسان وو دواړه نوماندان ناکام دي، خو که هغه ورځ نصاب ۲۴۴ کسان وي په هغه صورت کې رحماني ګټونکی دی.
وړمه ورځ د یادې موضوع پرسر د جرګې د غړو له اختلاف وروسته د دغې موضوع د څېړلو لپاره ۲۷ کسیز پلاوی چې پنځه غړي یې د رحماني او پنځه غړي یې د اصولي او ۱۷ نور غړي یې بېطرفه دي وټاکل شو.
د جرګې او یاد پلاوي یو شمېر غړي وايي، څېړنې په ډاګه کوي چې د ټاکنو په ورځ نصاب ۲۴۷ کسان وو، خو یوه رایه موجوده ده چې د رحماني له نوم سره د «۲» شمېرې او په رای پاڼه د یوه ټکي د لیکلو له امله د ټاکنو په ورځ باطله اعلان شوې او اوس د رحماني پلویان وايي چې دغه رایه باید د رحماني په ګټه وشمېرل شي، ځکه په دغه رای پاڼه رحماني ته د ورکړې په موخه «۲» نه بلکې «ص» لیکل شوی دی.
دغه راز د یاد پلاوي او یو شمېر غړو او د اصولي پلویانو د اعتراض په توګه له دې ناستې وتلي دي.
د یاد پلاوي غړي غلام حسین ناصري نن د ولسي جرګې په غونډه کې وویل، د پلاوي ۱۱ هغه غړي چې د یادې رایې په اړه یې د جرګې د ناستې د نظر اخیستو غوښتنه کوله د پلاوي له ناستې وتلي، خو ۱۶ نور کسانو د ولسي جرګې له ناستې سره د یادې موضوع د شریکولو پرېکړه کړې ده.
نوموړي د پلاوي د یادو ۱۶ غړو د پرېکړې پر اساس وویل، یاد پلاوی د غويي د ۲۸ مې د رایو په بهیر کې د رحماني د یوې باطلې شوې رایې او د ولسي جرګې د ریاست څوکۍ لپاره د دې جرګې د داخلي اصولو په اړه څېړنه کوي.
دده په خبره، د ولسي جرګې په ارشیف کې د رایې ورکولو د بهیر څېړنې کومه خاصه پایله نه درلوده، او ټولو کسانو د رایې ورکوونکو د حاضرۍ د نوملړ مطابق رایې ورکړې او مشخصه شوه چې ټول لاسلیک کوونکي د رای پاڼو له ترلاسه کولو وروسته خپلې رایې استعمال کړې دي.
خو هغه روښانه کړه، د رای پاڼو د تازه شمېرنو له پایلو او ارشیف څخه پایله ترلاسه شوې چې د یوې باطلې شوې رایې په ګډون د رحماني ټولې رایې «۱۲۴» او د اصولي رایې «۵۵» دي.
نوموړی وايي، د ټاکنو په ورځ ۵۴ باطلې او ۱۳ سپینې رایې کارول شوې او په ټوله کې د کارول شوو رایو شمېر ۲۲۶ ته رسېږي.
دهغه په خبره، د باطلو رایو نمونو ته په کتو د رحماني باطله شوې رایه او د تېرو مېتودونو له مخې سمې تشخیص شوې او د تایید شوو رایو په شمېرلو سره رحماني د جرګې د اکثریت غړو ملاتړ تر لاسه کړ.
په ورته وخت کې د پلاوي یوه غړي عبدالقیوم سجادي د جرګې په ناسته کې وویل، ټاکل شوې ولسي جرګه سبا د دغې رایې په اړه پرېکړه وکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن