کابل (پژواک، ۲ غبرګولی ۹۸) : د کورنیو چارو وزارت وایي، چې د کابل د غلو د یوې خطرناکې او مهمې ډلې مشر عنایت قچي له درېیو ملګرو سره د پولیسو لخوا ووژل شو.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي د غبرګولي په ۲مه، پژواک خبري اژانس ته وویل، چې عنایت قچي د کابل ښار د ډیرو تښتونو، قتلونو، وسله والو غلو او لوټماریو کې لاس درلود.
هغه زیاته کړه، چې قچي له امنیتي ځواکونو سره څو ځلې وسله والې نښتې کړې وې.
رحیمي وایي، نوموړي نن د کابل ښارله څلورمې ناحیې څخه له اوو تنو وسله والو کسانو سره چې نظامي جامې یې په تن وې، یوه عراده هایلکس موټر غلا او بیا وتښتیدل.
د کورنیو چارو وزارت وایي، چې د کابل ښار جنایي او امنیتي پولیسو دغو غلو پسې شول او د پغمان ولسوالۍ په مربوطاتو کې له یوې وسله والو نښتې وروسته عنایت قچي له درېیو ملګرو سره ووژل شو او څلور ملګري یې ونیول شول.
د رحیمي په وینا، عنایت قچي د کورنیو چارو وزارت د مجرمینو هغه ۱۳ کسیز لیست کې هم و، چې چې څه موده مخکې خپور شوی و.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن