ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

معترضې نوماندانې: که مو غږ وانه ورېدل شي د خوړو اعتصاب کوو

معترضې نوماندانې: که مو غږ وانه ورېدل شي د خوړو اعتصاب کوو

author avatar
23 May 2019 - 15:04
معترضې نوماندانې: که مو غږ وانه ورېدل شي د خوړو اعتصاب کوو
author avatar
23 May 2019 - 15:04

کابل (پژواک، ۲ غبرګولی ۹۸): د ۱۲ ټاکنیزو حوزو معترضو نوماندانو د خپل تحصن په ۳۱مه ورځ د ولسي جرګې ټاکنې «توره کودتا» وبلله او ګواښ یې وکړ چې که غږ یې وانه ورېدل شي د خوړو اعتصاب به پیل کړي.

دغه معترضان چې شمېر یې شلو ته رسېږي په هلمند، کندهار، ننګرهار، میدان وردګ، پکتیا، لوګر. بغلان، تخار، بدخشان، سمنګان، هرات او کوچیانو حوزو پورې تړاو لري او نن پنجشنبه یې د یوه پرېکړه لیک په صادرولو ټاکنیزو ستونزو ته د رسېدو لپاره د ځانګړې محکمې د جوړېدو غوښتنه وکړه.

د بغلان ولایت معترضې نوماندې فرزانې فرهمند وویل: ((زموږ د تحصن ۳۱ ورځې تېرېږي او غوښتنو ته د نه رسېدو تر څنګ مو پولیسو د تحصن خېمې ټولې کړې دی.))

هغې زیاته کړه، د خلکو حقونه تل په سیاسي معاملو تر پښو لاندې شوي او لکه خلکو ته چې معلومه ده تېرې ټاکنې مافیايي او د ازاد بازار په څېر ترسره او رایې په پیسو وپېرل او وپلورل شوې.

د میدان وردګو معترضې نوماندې صدیقې مبارز په داسې حال کې چې د ولسي جرګې ټاکنې یې «توره کودتا» وبللې زیاته کړه، د ۱۳۹۷ کال  ټاکنې تر ټولو بدنامې او تورې ټاکنې وې ځکه ولسي جرګې ته بریالي شوي نوماندانو د خلکو د پاکو رایو نه بلکې د پیسو په وسیله دې جرګې ته لار موندلې ده.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون پخواني ولسمشر فضل احمد معنوي چې په دې ناسته کې ګډون درلود ټینګار وکړ چې مسوولین باید د ښځو اعتراض ته غوږ شي.

هغه زیاته کړه، په دغه هېواد کې نیم بند ډموکراسۍ ته د رسېدو لپاره یوه لار عدالت ته رسېدل دي، که عدالت تر پښو لاندې شي نو خلک به نور په ټاکنو کې ګډون ونکړي.

د معترضینو له خوا په لوستل شوې خبرپاڼه کې راغلي، د ټاکنیزو بنسټونو مسوولین د ټاکنو بهیر د مدیریت او رهبرۍ په برخه کې پر بې کفایتۍ چې دغه بهیر کې له جدي ستونزو سره مخ کړ، له ځینو نوماندانو سره د پردې ترشا د خلکو په پاکو رایو کې لاس وهنه شوې او د معتبرو اسنادو او شواهدو له مخې د ټاکنو کمېسیون په هنګرونو کې د پراخو رایو جوړولو د خلکو په ملي برخلیک لوبې وکړې.

په خبرپاڼه کې روښانه شوې چې په بېځایه انتصاباتو او د یادو دوو مهمو ملي بنسټونو په سر کې د کمزورو او بې کفایته کسانو په ګمارلو او دغه راز غیرقانوني او غیرمسوولانه لاس وهنو له لارې د یوه مهم او حیاتي بهیر د بحراني کېدو لپاره زمینه برابره شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي: ((که زموږ غوښتنې ځواب نه شي او پر فساد ککړ کسان محکمې ته کش نه شي د اعتراضونو د دوام تر څنګ به جدي اقدامونه وکړو، وروستی مسوولیت او پایلې یې د دولت او اړوند کسانو پر غاړه دي.))

د هېواد په ۳۲ ولایت کې د ولسي جرګې ټاکنې تېر کال د تلې په ۲۸ او ۲۹ مه او په کندهار ولایت کې د لړم پر پنځمه خو په غزني کې به له ولسمشرۍ ټاکنو سره یو ځای ترسره شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.