د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د ریاست ټاکنو پر سر د راپورته شوې ستونزې د حل لپاره د ولسي جرګې نننۍ ناسته بې پایلې وه

د ریاست ټاکنو پر سر د راپورته شوې ستونزې د حل لپاره د ولسي جرګې نننۍ ناسته بې پایلې وه

May 23, 2019 - 19:40

کابل (پژواک، ۲ غبرګولی ۹۸): د ولسي جرګې د ریاست ټاکنو په تړاو د دې جرګې د غړو د پنځمې ورځې ناسته بې پایلې پای ته ورسېده.

د غويي په ٢٨مه د ولسي جرګې رياست د ټاکنو په دويم پړاو کې دوو تنو (ميررحمان رحماني او کمال ناصر اصولي) ته چې د ټاکنو په لومړي پړاو کې يې تر نورو ډېرې رايې لرلې، د رايو صندوقونه کېښودل شول، خو د درېيو رايو نادرکه کېدل د جرګې د غړو ترمنځ د ناندريو او شخړې لامل شول؛ ځکه چې که نصاب ٢٤٧ تنه شوى واى، نو دواړو نوماندانو ټاکنې بايللې او که ٢٤٤ تنه شوى واى، نو رحماني ګټونکى بلل کېده.

تر ډېرو ناندريو وروسته تېره دوشنبه يو ٢٧ کسيز پلاوى وټاکل شو، څو دغه موضوع وڅېړي او په اړه يې د جرګې عمومي غونډې ته راپور ورکړي. په دغه پلاوي کې پنځه تنه د رحماني او پنځه تنه د اصولي پلويان او پاتې نور بې پرې کسان دي.

د یاد پلاوي غړي غلام حسین ناصري پرون د ولسي جرګې په غونډه کې وویل، د پلاوي ۱۱ هغه غړي چې د یادې رایې په اړه یې د جرګې د ناستې د نظر اخیستو غوښتنه کوله، د پلاوي له ناستې وتلي، خو ۱۶ نور کسانو د ولسي جرګې له ناستې سره د یادې موضوع د شریکولو پرېکړه کړې ده.

د یاد پلاوي د معلوماتو په اساس، د ولسي جرګې په ارشیف کې د رایې ورکولو د بهیر څېړنې کومه خاصه پایله نه درلوده او ټولو کسانو د رایې ورکوونکو د حاضرۍ د نوملړ مطابق رایې ورکړې او مشخصه شوه چې ټول لاسلیک کوونکي د رای پاڼو له ترلاسه کولو وروسته خپلې رایې استعمال کړې دي.

د ۱۶ کسیز پلاوي د معلوماتو له مخې، د ټاکنو په ورځ ۵۴ باطلې او ۱۳ سپینې رایې کارول شوې او په ټوله کې د کارول شوو رایو شمېر ۲۲۶ ته رسېږي.

د ناصري په خبره، د باطلو رایو نمونو ته په کتو د رحماني باطله شوې رایه او د تېرو مېتودونو له مخې سمې تشخیص شوې او د تایید شوو رایو په شمېرلو سره رحماني د جرګې د اکثریت غړو ملاتړ تر لاسه کړ.

د ولسي جرګې غړو تېره ورځ پرېکړه وکړه چې تر ننه (د غبرګولي تر دویمې) به د یوې باطلې شوې رایې په اړه تصمیم نیول کېږي.

خو د ولسي جرګې ځینې غړو نن له غرمې وروسته یوه بجه رسنیو ته وویل، د جرګې نننۍ ناسته هم بې پایلې پای ته ورسېده.

په ولسي جرګې که د هرات د خلکو استازي سید عظیم کبرزایي د دې جرګې په ناسته کې چې رسنیو ته د پوښښ ډېر کم وخت ورکړل شو، وویل: ((که ټاکنې علني ترسره کوي یا سري، خو لږ تر لږه دغه ستونزه باید حل شي، په ولایتونو کې خلک ستونزې لري، موږ دلته په خپلو ستونزو بوخت یو.))

په ولسي جرګه کې د غزني د خلکو استازي عبدالقیوم سجادي له تالاره د جرګې د غړو تر وتلو وروسته رسنیو ته وویل، دی د جرګې د غړو له خوا نن د ناستې د مدیریت لپاره ټاکل شوی و، خو د جرګې ځینو غړو د مدیریت اجازه ورنکړه.

هغه رسنیو ته وویل: ((د جرګې ځینو غړو څو ځله ټینګار وکړ چې غونډه مدیریت کړم، کله مې چې د دواړو لوریو د وړاندیزونو د شریکولو پیل وکړ، اجازه یې رانکړه چې خبرې وکړم، د شرم او تاسف ځای دی چې موږ د خلکو ټپونو ته د مرحم پر ځای خلکو ته درد ورکړو.))

هغه له جزئیاتو پرته وویل، د دې جرګې یو شمېر غړو جرګه په ګروګان نیولې او په ترسره کېدونکو بحثونو کې پارلماني روحیې ته پام نه کېږي.

هغه زیاته کړه: ((دغه مشکل هغه وخت حلېږي چې یو بل ومنو، قومي او ژبني مسایلو ته لمن ونه وهو.))

په ولسي جرګه کې د خوست د خلکو استازي او د دې جرګې د ریاست څوکۍ ته یو نوماند کمال ناصر اصولي هم وويل چې نننۍ ناسته هم د تېرو ناستو په څېر بې پایلې وه.

هغه زیاته کړه: ((ددغه ستونزې تر ټولو ښه حل قانون او د داخلي وظایفو اصول دي، که د تالار پرېکړه قانوني وي، منم يې.))

د نوموړي په خبره، دغه اختلافونه مخکې پر دوو مخکښو ټيمونو پورې اړوند وو، خو اوس دغه موضوع په ټول تالار پورې اړوند ده او باید په اړه یې تالار پرېکړه وکړي.

خو په ولسي جرګه کې د سمنګان د خلکو استازي ضیاءالدین ضیا د جرګې د کوم غړي له نوم اخیستو پرته وویل، د جرګې ځینو غړو چې د ټاکل شوي پلاوي پرونۍ پرېکړه یې خوښه نه وه، شور ماشور جوړ کړی او جنجالونه جوړوي.

دی وايي، د ټاکل شوي پلاوي د څېړنو په اساس میر رحمان رحماني ۵۰ جمع یو رایې تر لاسه کړې او اړتیا نشته چې د باطلې رایې د تاییدی لپاره له سره ټاکنې وشي.

په ورته وخت کې د ۲۷ کسیز پلاوي غړې راضیې منګل چې تېره ورځ له لسو نورو غړو له د پلاوي له ناستې وتلې وه، وویل: ((لومړۍ خو اړتیا نشته چې موږ د داسې موضوع په اړه تصمیم ونیسو چې جرګې یې په اړه نصمیم نیولی دی، خو موږ تیار شو چې د مصلحت لپاره د رحماني د باطلې رایې د تایید لپاره د رایو صندوقونه کېښودل شي، دوی د ۱۳۰ غړو د لاسلیک په راټولولو د ۲۷ کسیز پلاوي پرېکړه تایید کړ، دغه کار یې د قانون خلاف دی او د نیول شوي تصمیم په اړه باید د تالار دوه ثلثه تایید کړه کسان بیا دغه تصمیم تایید کړي.))

هغې او د جرګې یو شمېر نورو غړو هیله مندي ښکاره کړه چې دغه اختلافات ژر حل شي.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement