ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ریاست ټاکنو پر سر د راپورته شوې ستونزې د حل لپاره د ولسي جرګې نننۍ ناسته بې پایلې وه

د ریاست ټاکنو پر سر د راپورته شوې ستونزې د حل لپاره د ولسي جرګې نننۍ ناسته بې پایلې وه

author avatar
23 May 2019 - 19:40
د ریاست ټاکنو پر سر د راپورته شوې ستونزې د حل لپاره د ولسي جرګې نننۍ ناسته بې پایلې وه
author avatar
23 May 2019 - 19:40

کابل (پژواک، ۲ غبرګولی ۹۸): د ولسي جرګې د ریاست ټاکنو په تړاو د دې جرګې د غړو د پنځمې ورځې ناسته بې پایلې پای ته ورسېده.

د غويي په ٢٨مه د ولسي جرګې رياست د ټاکنو په دويم پړاو کې دوو تنو (ميررحمان رحماني او کمال ناصر اصولي) ته چې د ټاکنو په لومړي پړاو کې يې تر نورو ډېرې رايې لرلې، د رايو صندوقونه کېښودل شول، خو د درېيو رايو نادرکه کېدل د جرګې د غړو ترمنځ د ناندريو او شخړې لامل شول؛ ځکه چې که نصاب ٢٤٧ تنه شوى واى، نو دواړو نوماندانو ټاکنې بايللې او که ٢٤٤ تنه شوى واى، نو رحماني ګټونکى بلل کېده.

تر ډېرو ناندريو وروسته تېره دوشنبه يو ٢٧ کسيز پلاوى وټاکل شو، څو دغه موضوع وڅېړي او په اړه يې د جرګې عمومي غونډې ته راپور ورکړي. په دغه پلاوي کې پنځه تنه د رحماني او پنځه تنه د اصولي پلويان او پاتې نور بې پرې کسان دي.

د یاد پلاوي غړي غلام حسین ناصري پرون د ولسي جرګې په غونډه کې وویل، د پلاوي ۱۱ هغه غړي چې د یادې رایې په اړه یې د جرګې د ناستې د نظر اخیستو غوښتنه کوله، د پلاوي له ناستې وتلي، خو ۱۶ نور کسانو د ولسي جرګې له ناستې سره د یادې موضوع د شریکولو پرېکړه کړې ده.

د یاد پلاوي د معلوماتو په اساس، د ولسي جرګې په ارشیف کې د رایې ورکولو د بهیر څېړنې کومه خاصه پایله نه درلوده او ټولو کسانو د رایې ورکوونکو د حاضرۍ د نوملړ مطابق رایې ورکړې او مشخصه شوه چې ټول لاسلیک کوونکي د رای پاڼو له ترلاسه کولو وروسته خپلې رایې استعمال کړې دي.

د ۱۶ کسیز پلاوي د معلوماتو له مخې، د ټاکنو په ورځ ۵۴ باطلې او ۱۳ سپینې رایې کارول شوې او په ټوله کې د کارول شوو رایو شمېر ۲۲۶ ته رسېږي.

د ناصري په خبره، د باطلو رایو نمونو ته په کتو د رحماني باطله شوې رایه او د تېرو مېتودونو له مخې سمې تشخیص شوې او د تایید شوو رایو په شمېرلو سره رحماني د جرګې د اکثریت غړو ملاتړ تر لاسه کړ.

د ولسي جرګې غړو تېره ورځ پرېکړه وکړه چې تر ننه (د غبرګولي تر دویمې) به د یوې باطلې شوې رایې په اړه تصمیم نیول کېږي.

خو د ولسي جرګې ځینې غړو نن له غرمې وروسته یوه بجه رسنیو ته وویل، د جرګې نننۍ ناسته هم بې پایلې پای ته ورسېده.

په ولسي جرګې که د هرات د خلکو استازي سید عظیم کبرزایي د دې جرګې په ناسته کې چې رسنیو ته د پوښښ ډېر کم وخت ورکړل شو، وویل: ((که ټاکنې علني ترسره کوي یا سري، خو لږ تر لږه دغه ستونزه باید حل شي، په ولایتونو کې خلک ستونزې لري، موږ دلته په خپلو ستونزو بوخت یو.))

په ولسي جرګه کې د غزني د خلکو استازي عبدالقیوم سجادي له تالاره د جرګې د غړو تر وتلو وروسته رسنیو ته وویل، دی د جرګې د غړو له خوا نن د ناستې د مدیریت لپاره ټاکل شوی و، خو د جرګې ځینو غړو د مدیریت اجازه ورنکړه.

هغه رسنیو ته وویل: ((د جرګې ځینو غړو څو ځله ټینګار وکړ چې غونډه مدیریت کړم، کله مې چې د دواړو لوریو د وړاندیزونو د شریکولو پیل وکړ، اجازه یې رانکړه چې خبرې وکړم، د شرم او تاسف ځای دی چې موږ د خلکو ټپونو ته د مرحم پر ځای خلکو ته درد ورکړو.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.