اروزګان (پژواک، ٢ غبرګولى ٩٨): د کندهار ـ اروزګان لويه لاره چې له څو ورځو راهيسې بنده وه، بېرته د ترافيکو پر مخ خلاصه شوې ده.
ځايي چارواکي وايي چې دغه لویه لاره وسله والو طالبانو د کندهار شاولیکوټ ولسوالۍ اړوند په باختو سیمه کې تړلې وه.
د یادې لارې د کوچني موټرو نماینده عبدالرحیم استاد پژواک ته وویل، لاره د مسافرو په غوښتنه او د کندهار لپاره د طالبانو د والي په امر نن سهار نهه بجې خلاصه شوه.
د یادې لارې بندېدو له امله دواړ خواوو ته د سلګونو مسافرو بند پاتې کېدو تر څنګ ترینکوټ ښار کې د توکو بيې هم لوړې شوې وې.
تر دې مخکې ځايي خلکو ويلي وو چې وسله والو طالبانو د کندهار د خاکرېز لارې د تړل کېدو په غبرګون کې داروزګان لاره تړلې ده.
د خاکرېز لاره د دولتي ځواکونو له خوا تړل شوې وه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن