کابل (پژواک، ٢ غبرګولى ٩٨): ولسمشر اشرف غني وايي، د بهرنیو تولیداتو د مخنیوي په موخه چې په قاچاقي ډول افغانستان ته راوړل کېږي، د هېواد په بېلابېلو نقطو کې پنځه مرکزونه جوړېږي.
له ارګه پژواک اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، ولسمشر محمد اشرف غني پرون ماښام د روژه ماتي په مېلمستیا کې د هېواد له صنعتکارانو سره وکتل او د هغوی غوښتنې او ستونزې یې واورېدې.
سرچينې زياته کړې، په دې کتنه کې چې په سلامخانې ماڼۍ کې ترسره وشوه او د هېواد لومړۍ مېرمن او یو شمېر دولتي مقاماتو هم حضور درلود، په پیل کې د سوداګرۍ او صنایعو خونې ريیس شېرباز کمین زاده د نورو په استازیتوب خبرې وکړې او د صنعتکارانو د هڅونې په خاطر یې له جمهور ريیس څخه مننه وکړه وې ویل، هغه امتیازات او ارزښت چې دولت موږ ته راکړي، د صنعتکارانو د تشویق لامل ګرځېدلی او اوس دولت د خصوصي سکتور ستر مشتري دی.
کمین زاده وویل، سږ کال صنعت ۷ سلنه وده کړې ده او زموږ صادرات یو میلیارد ډالرو ته رسېدلي، دغه راز د هېواد په کچه ۳۲۰۰ فابریکې لرو چې هېوادوال مو په ویاړ سره تولیدات پېري.
وروسته د ښځو د سوداګرۍ خونې ريیسې منیژې وافق خبرې وکړې او د ښځو داخلي تولیداتو ته د لومړیتوب ورکولو، د سوداګرو ښځو د تشویق، د صنعت ودې ته د پاملرنې، ښځو ته د دولتي جایدادونو د اجارې او کرایه ورکولو د جلا طرزالعملونو د ایجاد، اجرایي کارکوونکو ته د اګاهۍ ورکولو، د تحقیق او انکشاف په برخه کې هر وزارت ته د کلنۍ بودجې د تخصیص، له کورنیو تولیداتو په ځانګړي ډول د لبنیاتو د صنعت او خصوصي سکتور د انکشاف په برخه کې د ډونرانو د تنظیم په برخه کې یې خپل وړاندیزونه بیان کړل.
وروسته ولسمشر غني خبرې وکړې او د پانګوالو په ځانګړي ډول د صنعتکارانو له نوښتونو د مننې تر څنګ یې وویل: "زما غوښتنه له تاسې څخه دا ده چې دولت خپل شریک وګڼئ او زموږ کار باید هدفمند وي."
هغه زياته کړه، د بهرنیو تولیداتو د مخنیوي په موخه چې په قاچاقي ډول افغانستان ته راوړل کېږي، د هېواد په بېلابېلو نقطو کې پنځه مرکزونه ایجادېږي او په دې برخه کې د سوداګرو او پانګوالو د همکارۍ غوښتونکی شو.
ولسمشر د ګمرکونو پر کنټرول ټینګار وکړ او وې ویل، د ځمکې کرایه او اجاره په نوي طرزالعمل کې شامله شوې او ټول دولتي املاک د ښار جوړولو وزارت پورې تعلق لري.
نوموړي د ښار جوړولو او ځمکو وزیر ته لارښوونه وکړه چې دولتي املاک دې د شتمنۍ د تولید د وسیلې په توګه اماده کړي او له صنعت کارانو یې وغوښتل چې په لیکلې بڼه خپل شکایتونه وړاندې کړي.
اشرف غني د دولت او خصوصي سکتور ترمنځ په ځانګړي ډول د مخابراتي سکتور، بانکدارۍ او رسنیو پر لا زیاتې همغږۍ او ګډ لیدلوري ټینګار وکړ او وې ویل، د مشارکت بنسټ اېښودل شوی او په دې برخه کې لا زیات خوځښت ته اړتیا ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن