جلال اباد (پژواک، ۲ غبرګولی ۹۸): د ننګرهار والي وايي، د ولايت د ملي امنيت رياست منسوبينو د یوه پاکستاني په ګډون ۱۱ تنه داعش او طالب وسله وال نيولي دي.
چارواکي وايي، په نيول شويو کسانو کې څلور داعشیانو جلال اباد ښار کې په يوې دولتي ادارې د بريد پلان درلود.
نيول شوي وسله وال د غبرګولي په ۲مه د ملي امنيت رياست په انګړ کې خبريالانو ته هم ور وښودل شول.
د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل په همدې تړاو جوړ شوي خبري کنفرانس کې وويل، د ملي امنيت منسوبینو د داعش ډلې د ښاري شبکې د غړي او ځانمرګو بريدونو د لارښود او يوه پاکستان په ګډون ۴ داعشیان نیولي دي.
هغه زياته کړه، يادو کسانو په جلال اباد ښار کې په يوې دولتي ادارې د بريد پلان درلود چې د بريد په مخنيوي سره د يوې لويې خونړۍ پېښې مخه ونيول شوه.
خو والي د هغې ادارې چې بريد پرې پلان شوی و، نوم وانخيست.
په ورته وخت کې د ننګرهار والي وويل، د ملي امنيت موظفين توانېدلي چې جلال اباد ښار او خوږياڼو، غني خېلو، مومندرې او بهسودو ولسوالیو کې اووه وسله وال طالبان هم ونيسي.
هغه زياتوي، دغو طالبانو په بېلابېلو بريدونو او دولت ضد کړنو کې لاس درلود چې د ملي امنيت د موظفيو له لوري د ځانګړو عملياتونو په ترڅ کې نيول شوي دي.
د ده په وينا، د ملي امنيت رياست منسوبينو دا کسان په تېره يوه اوونۍ کې نيولي دي.
په ورته وخت کې د ننګرهار د ملي امنيت رييس بريد جنرال نظر علي واحدي په دغه کنفرانس کې ډاډ ورکړ چې ټول امنيتي منسوبين دغه ولايت کې د ټولو وسله والو ډلو د ځپلو او د هغوی د بريدونو د مخنيوي توان لري.
هغه دا هم وويل، چې امنيت يواځې د امنيتي سرتېرو په هڅو نه شي راتللی او بايد ولس هم له خپلو سرتېرو سره د پېښو په مخنیوي کې همکاري وکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن