جلال اباد (پژواک، ۲ غبرګولی ۹۸): د ننګرهار ګمرک رياست چارواکي وايي، دغې ادارې په تېرو دوو مياشتو کې درې ميليارده او ۶۴ ميليونه افغانۍ عوايد راټول کړي دي.
دوی وايي، د عوايدو په همدې ډېرېدو سره ننګرهار ګمرک د هېواد په کچه د ملي عوایدو په لوړولو کې لومړی مقام خپل کړی دی.
د ننګرهار ګمرک رييس محمد عمر مومند د غبرګولي په ٢مه پژواک اژانس ته وويل، دغې ادارې د نورو ګڼو لاسته راوړنو تر څنګ دا لومړی ځل دی چې د روان ۱۳۹۸ کال په لومړیو دوو میاشتو کې خورا لوړ عواید ترلاسه کړل او په په دې توګه د هېواد په کچه يې لومړی مقام خپل کړ.
د مومند د معلوماتو له مخې، سره له دې چې د هېواد د ګمرکونو په کچه د ننګرهار ګمرک له ګڼو ننګونو او ستونزو سره - سره پر دې وتوانېد چې په تېرو دوو مياشتو کې درې ميليارده او ۶۴ ميليونه افغانۍ عوايد راټول کړي.
دی زياتوي: ((په وري میاشت کې يو ميليارد، پنځه سوه نهه پنځوس میليونه او د غويي په مياشت کې یو ميلیارد، شپږ سوه څوارلس میليونه افغانۍ عوايد د ننګرهار له ګمرکه ترلاسه شوي او ملي بودجې ته لېږل شوي دي.))
نوموړي زیاته کړه، سره له دې چې په دې وروستیو کې له ګاونډي هېواد پاکستان سره د تېر کال په پرتله سوداګري کمه شوې خو بیا هم پر دې توانېدلي چې د هېواد په کچه لوړ عواید ترلاسه کړي.
د ننګرهار د ګمرک رييس وايي، په دې برخه کې د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل هڅې هم د پام وړ دي چې د جلال اباد – تورخم لويې لارې په اوږدو کې يې نظم رامنځته کړی او هېڅ بار وړونکې لارۍ ګمرک ته د ماليې له ورکولو پرته تېښته نه شي کولی.
والي شاه محمود مياخېل وايي چې په بېلابېلو سيمو کې يې سيارې پوستې جوړې کړې او د شوکاڼو په ګډون د نورو معدني تيږو د ګمرکي محصول اخيستو لړۍ يې پيل کړې چې پخوا به يې ماليه نه ورکوله.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن