کابل(پژواک، ۳ غبرګولى ۹۸): د کورنيو چارو وزارت وايي چې نن د جمعې لمانځه پرمهال د کابل ښار د نهمې امنيتي حوزې اړوند د استغفار په جومات کې د چاودنې له امله مولوي ريحان وژل شوى او ١٦ نورکسان ټپيان شوي دي.
د کورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي پژواک اژانس ته وويل چې دغه پېښه نن ماسپښين څه باندې يوه بجه د نهمې امنيتي حوزې اړوند د پکتياکوټ سيمې په جومات کې د جمعې لمانځه پرمهال رامنځته شوې ده .
هغه وويل چې تراوسه د پېښې ډول نه دى څرګند او نه يې کومې ډلې مسووليت منلى دى.
رحيمي وايي چې په دغه پېښه يو دين عالم مولوي سميع الله ريحان وژل شوى دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن