ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فراه کې پر يوې موسسې د بريد له امله دوه کسان وژل شوي

فراه کې پر يوې موسسې د بريد له امله دوه کسان وژل شوي

author avatar
24 May 2019 - 11:00
فراه کې پر يوې موسسې د بريد له امله دوه کسان وژل شوي
author avatar
24 May 2019 - 11:00

فراه(پژواك، ٣ غبرګولى ٩٨): په فراه کې د يوې خيريه موسسې مسوولين وايي چې ددغه ولايت په شيبکوه ولسوالۍ کې يې پر دفتر د هوايي بريد په ترڅ کې د يوه همغږي کوونکي مسوول په ګډون دوه کسان وژل شوي دي.

د انساني مرستو(  CHA) موسسې مسوول ملک افغان وکيلي پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه يې په شيبکوه ولسوالۍ کې پر دفتر بې پيلوټه الوتکې هوايي بريد کړى دى.

هغه زياته کړه: ((ددغه بريد په ترڅ کې زموږ دفتر له وسايلو سره په بشپړه توګه ويجاړ شوى او د يو کورديناتور په ګډون دوه کسان وژل شوي دي.))

د هغه په وينا، دغه دفتر له تېرو دوه کلونو راهيسې د (احسان) پروګرام په چوکاټ د خلکو په مشرۍ د حفظ الصحه په اړه د عامه پوهنې په برخه کې کار کاوه .

پژواک اژانس هڅه وکړه چې په دې اړه د فراه د امنيتي مسوولينو نظر واخلي، خو له پرله پسې اړيکو نيولو سره سره هغوى ځواب ور نه کړ.

 د يادونې ده چې دوه شپې مخکې هم ددغه ولايت په بالابلوک ولسوالۍ د «ګراني » په سيمه کې بهرنيو ځواکونو د عملياتو پرمهال دوه کورونه ويجاړ کړي و او د سيمې اته کسان يې ورسره بيولي وو.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.