کابل(پژواک، ۳ غبرګولى ۹۸): د کورنيو چارو وزارت وايي، حاجي دلاور چې خپل ځان يې د مشرانو جرګې د رييس مشاور معرفي کاوه په جلال اباد ښار کې پر امنيتي سرتېرو د يوې چاودنې اصلي طراح دى.
کورنيو چارو وزارت تېره ورځ خبر ورکړى و چې د حاجي دلارو په نوم يوکس چې ځان يې د مشرانو جرګې د رييس مشاور معرفي کاوه نيولى او دغه کس د ترهګرو يو له ملاتړ کوونکو څخه دى.
سرچينه وايي چې له حاجي دلاور څخه يوه اندازه جعلي سندونه، د موټر نمبر پليټونه، ناقانونه وسلې، اووه سوه زره کلدارې، زرهي وسايط او يو تعقيبي هايلکس موټر ترلاسه شوي دي.
د کورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي وايي (( تېرکال امنيتي ځواکونو په جلال اباد ښار کې د تلاشۍ پرمهال د حاجي دلاور د لنډکروزر موټر تورې ښيښې پاکې کړې وې، چې په سبا يې په همغه سرتېري چې ددغه موټر ښيښې يې پاکې کړې وې چاودنه وشوه، چې له امله يې ياد سرتېرى ووژل شو او نورو سرتېرو ته هم مرګ ژوبله واوښته ، چې د کره معلوماتو په اساس دغه چاودنه خپله حاجي دلاور طرحه کړې وه .))
رحيمي زياتوي چې پرون د حاجي دلاور کوم موټر نيول شوى عکسونه په ډاګه کوي چې تېرکال هغه سرباز د همدې موټر تورې ښيښې پاکولې .
هغه وايي چې دا يو د حاجي دلاور له «جنايتونو» څخه دي او په دې اړه نور معلومات وروسته خپرېږي
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن