ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان د کرکټ د نړیوال جام په یوه تمریناتي لوبه کې پاکستان ته ماتې ورکړه

افغانستان د کرکټ د نړیوال جام په یوه تمریناتي لوبه کې پاکستان ته ماتې ورکړه

author avatar
24 May 2019 - 21:47
افغانستان د کرکټ د نړیوال جام په یوه تمریناتي لوبه کې پاکستان ته ماتې ورکړه
author avatar
24 May 2019 - 21:47

کابل (پژواک، ۳ غبرګولی ۹۸) : د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د نړیوال جام په یوه تمریناتي لوبه کې پاکستان ته ماتې ورکړه.

دا لوبه، چې نن د انګلستان د برسټول په ښار کې ترسره شوه، پچه یې پاکستان وګټله او لومړی یې د توپوهنې پریکړه وکړه.

د افغان توپ اچوونکو د ښې توپ اچونې له امله د پاکستان ټوله لوبډله په ۲۶۲ منډو وسوځیدله او افغانستان ته یې د ۲۶۳ منډو هدف ورکړ.

د افغانستان له لوري محمد نبي ۳، راشد خان  او دولت ځدراڼ دوه ، دوه ،  افتاب عالم او حمید حسن یو لوبغاړی وسوځولو.

د کرکټ ملي لوبډلې یاد هدف د لوبې په وروستي اوور کې د اوو لوبغاړو په سوځیدلوترلاسه او لوبه یې وګټله.

د افغانستان له لوري حشمت الله شهیدي په زړه پورې لوبه وکړه او ۷۲ ناسوځیدلې منډې یې جوړې کړې، دغه راز حضرت ځاځی ۴۹، رحمت شاه ۳۲، محمد نبي ۳۴ او سمیع الله شینواري ۲۲ منډې جوړې کړې.

د یادونې وړ ده، چې د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې پر وړاندې د افغانستان دا لومړی بریا وه.

ټاکل شوې وه، چې د کرکټ نړیوال جام سیالۍ راتلونکې پیل شي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.