کابل (پژواک، ۳ غبرګولی ۹۸) : د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د نړیوال جام په یوه تمریناتي لوبه کې پاکستان ته ماتې ورکړه.
دا لوبه، چې نن د انګلستان د برسټول په ښار کې ترسره شوه، پچه یې پاکستان وګټله او لومړی یې د توپوهنې پریکړه وکړه.
د افغان توپ اچوونکو د ښې توپ اچونې له امله د پاکستان ټوله لوبډله په ۲۶۲ منډو وسوځیدله او افغانستان ته یې د ۲۶۳ منډو هدف ورکړ.
د افغانستان له لوري محمد نبي ۳، راشد خان او دولت ځدراڼ دوه ، دوه ، افتاب عالم او حمید حسن یو لوبغاړی وسوځولو.
د کرکټ ملي لوبډلې یاد هدف د لوبې په وروستي اوور کې د اوو لوبغاړو په سوځیدلوترلاسه او لوبه یې وګټله.
د افغانستان له لوري حشمت الله شهیدي په زړه پورې لوبه وکړه او ۷۲ ناسوځیدلې منډې یې جوړې کړې، دغه راز حضرت ځاځی ۴۹، رحمت شاه ۳۲، محمد نبي ۳۴ او سمیع الله شینواري ۲۲ منډې جوړې کړې.
د یادونې وړ ده، چې د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې پر وړاندې د افغانستان دا لومړی بریا وه.
ټاکل شوې وه، چې د کرکټ نړیوال جام سیالۍ راتلونکې پیل شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن