کابل(پژواک، ۳ غبرګولى ۹۸): ملګرو ملتونو د راتلوونکو ولسمشريزو ټاکنو ترسره کېدو او د افغانانو په مالکيت او مشرۍ د سولې پروسې په برخو کې افغانستان ته د همکارۍ ډاډ ورکړ.
د هېواد د بهرنيو چارو وزارت له خوا پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې دغه مطلب په کابل کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي سياسي مرستيالې د بهرنيو چارو وزارت له سياسي مرستيال سره د ليدنې پرمهال څرګند کړى دى .
په کابل کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي سياسي مرستيالې انګريدهيدن د نورو موضوعاتو په اړه تر بحثت وروسته د راتلوونکو ولسمشريزو ټاکنو او د افغانانو په مالکيت او مشرۍ د سولې پروسې په برخو کې د همکارۍ ډاډ ورکړى دى.
د هېواد د بهرنيو چارو وزارت مرستيال په نړيوالو مسايلو کې د ملګروملتونو د استازولۍ رول مهم وباله او له مرستو يې مننه وکړه .
همدارنګه سرچينه زياتوي چې د بهرنيو چارو وزارت سرپرست صلاح الدين رباني تېره ورځ په کابل کې د امريکا له سفير جان بس سره د ليدنې پرمهال له وسله والو طالبانو سره د سولې د مخامخ خبرو، د ولسمشريزو ټاکنو او د سيمې مسايلو په اړه خبرې وکړې.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن