کابل (پژواک، ٤ غبرګولى ٩٨): د ملګرو ملتونو يونيسېف اداره وايي چې شپږ ميليونه افغان ماشومان د خوارځواکۍ له امله د مرګ له ګواښ سره مخ دي.
يادې ادارې په دې برخه کې له نړيوالې ټولنې د اووه ميليونه ډالرو بېړنيو مرستو غوښتنه کړې ده.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق (يونيسف) له خوا د غويي په ٤مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دې ادارې وياند کريسټوفر بوليراک په جنيوا کې يوې غونډې ته ويلي چې په جنګ ځپلي افغانستان کې بشري وضعيت د نړۍ په کچه تباه کوونکى دى.
هغه زياته کړه چې په تاوتريخوالي کې زياتوالى او د تېر کال وچکالۍ له امله د افغانستان په شمال او لوېديځو ولايتونو کې له پنځو کلونو کم عمر لرونکي زرګونه ماشومان زيانمن کړي دي.
کريسټوفر وايي: ((په افغانستان کې دوه ميليونه ماشومان له خوارځواکۍ زيانمن شوي چې په دې کې يې شپږ ميليونه د مرګ له ګواښ سره مخ دي.))
د نوموړي په وينا، دغه ډول ماشومان بېړنيو مرستيو او درملنې ته اړتيا لري.
د يونيسېف ادارې زياته کړې چې که په دې برخه کې بېړنۍ مرستې ونه شي، حالات به ډېر خطرناک شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن