ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امنیتي مسوولین په کاپیسا او لوګر کې د ۲۰ طالبان وژل کېدو ادعا کوي

امنیتي مسوولین په کاپیسا او لوګر کې د ۲۰ طالبان وژل کېدو ادعا کوي

author avatar
25 May 2019 - 13:26
امنیتي مسوولین په کاپیسا او لوګر کې د ۲۰ طالبان وژل کېدو ادعا کوي
author avatar
25 May 2019 - 13:26

پل علم- محمودراقي (پژواک، ٤ غبرګولى ٩٨): امنيتي مسوولين وايي چې په لوګر او کاپيسا ولايتونو کې د هوايي بريدونو او د ځانګړو ځواکونو د عملياتو په ترڅ کې ٢٠ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د لوګر د امنيې قوماندانۍ وياند شاپور احمدزي د غبرګولي په څلورمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه هوايي ځواکونو د مرکز اړوند د خمندو په سيمه کې د طالبانو پر يوه مرکز بريدونه ترسره کړي دي.

دى وايي چې په دغو بريدونو کې د طالبانو د درېيو سرګروپانو (قاري حليم، قاري جواد او قاري حيران) په ګډون ١٢ کسان وژل شوي دي.

ده وويل: ((دوی غوښتل چې د بريدونو لپاره پلانونه جو کړي چې د هوايي ځواک تر بريد لاندې راغلل او ووژل شول.))

دغه راز د پل علم اوسېدونکي اجمل پژواک ته وويل چې تېره شپه د خمندو سيمه کې هوايي بريدونه شوي دي.

هغه زياته کړه: ((يواځې له بريدونو خبر يم خو نور نه پوهېږم چې طالبان هم په کې وژل شوي دي او کنه؟))

بل لور ته د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په خپله ټويټرپاڼه کې ليکلي چې تېره شپه طالبانو د لوګر په مرکز کې د سيمه ييزو پوليسو پر يوې پوستې بريد کړى دى.

هغه وايي چې په دغه بريد کې ١٢ سيمه ييز پوليس او دوه وسله وال طالبان وژل شوي دي.

دغه راز د يو بل خبر له مخې، په کاپيسا کې هم طالبان وژل شوي دي.

د ملي دفاع وزارت له لوري پژواک ته په راليږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تېره شپه د ملي اردو ځانګړو ځواکونو د کاپيسا په نجراب ولسوالۍ کې عمليات کړي دي.

سرچينه وايي چې په دغو عملياتو کې اته وسله وال طالبان وژل شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه ه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.