ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سېلابونو له امله پر سختو مالي زیانونو سربېره ۱۹ کسان مړه او ټپیان دي

د سېلابونو له امله پر سختو مالي زیانونو سربېره ۱۹ کسان مړه او ټپیان دي

author avatar
25 May 2019 - 18:11
د سېلابونو له امله پر سختو مالي زیانونو سربېره ۱۹ کسان مړه او ټپیان دي
author avatar
25 May 2019 - 18:11

کابل (پژواک، ۴ غبرګولی ۹۸): له تېرو دوو ورځو راهیسې د هېواد په شپږو ولایتونو کې سېلابونو د لږ تر لږه شپږ کسان د مړه کېدو او ۱۳ نورو پر ټپي کېدو سربېره د استوګنې ۴۵۷ کورونه زیانمن کړي دي.

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وياند محمد تمیم عظیمي پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه مالي او ځاني زیانونه د غبرګولي په لومړۍ او دویمه نېټه په بامیانو، بغلان، هرات، غزني، غور او کابل ولایتونو کې رامنځته شوي دي.

د نوموړي د معلوماتو په اساس، په کابل کې د بارانونو د ورښت له امله یو تن مړ، پنځه ټپیان او د استوګنې ۲۰۰ کورونه ویجاړ او یا زیانمن شوي دي.

د هغه په خبره، د کابل ښار په اوومه ناحیه کې د سېلابونو له امله یو جومات هم تخریب شوی دی.

نوموړي دغه راز وویل، د یادو سېلابونو له امله په هرات کې هم درې کسان مړه، یو ټپي دی او د استوګنې ۸۸ کورونه زیانمن شوي او په غور ولایت کې یو تن مړ، شپږ ټپیان، ۱۳۳ کورونه یې تخریب او ۱۶ نور یې زینمن کړي دي.

عظیمي زیاته کړه، په غور ولایت کې ۱۳ څاروي هم له منځه تللي دي.

هغه په ډاګه کړه، په غزني ولایت کې د سېلابونو له امله یو تن مړ او د استوګنې ۱۱ کورونه تخریب شوي، دغه راز یې په بامیانو کې د استوګنې ۱۴ کورونو ته زیان رسولی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د دغه وزارت چارواکو یو شمېر رسنیو ته ویلي، د هېواد په مرکزي، سوېلي او لوېدیځو سیمو کې د سېلابونو له امله ۲‍۱ تنه مړه دي.

خو د یاد وزارت ویاند نن پژواک ته وویل، د وزارت د چارواکو له خوا رسنیو ته ورکړل شوي معلومات لومړني دي او په زیانمنو سیمو کې د کره څېړنو په ترڅ کې روښانه شوې چې د سېلابونو له امله په ټولیزه توګه شپږ کسان مړه او ۱۳ ټپیان دي.

بلخوا د دغه وزارت ویاند څرګنده کړه چې د بامیانو په شیبر ولسوالۍ کې په سېلابونو کې شاوخوا ۵۰۰ بند پاتې شوي کسان ژغورل شوي او خوندي ځایونو ته انتقال شوي دي.

عظیمي زیاته کړه، په بغلان ولایت کې هم یو تن د سېلابونو له امله ټپي او څلور کورونه زیانمن شوي دي.

هغه له جزئیاتو پرته وویل، د سېلابونو له امله له زیانمنو کسانو سره د غذايي او غیر غذايي توکو مرسته روانه ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.