ښرنه (پژواک، ٤ غبرګولى ٩٨): د پکتيکا په درېيو ولسواليو کې تېره شپه افغان او بهرنيو ځواکونو په هوايي بريدونو کې وسله والو مخالفينو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
خو د سيمې اوسيدونکي وايي چې په وژل شويو کسانو کې ملکي وګړي هم شامل دي.
د پکتيکا د امنيه قومانداني وياند شاه محمود ارين د غبرګولي په ٤مه، پژواک اژانس ته وويل چې تېره شپه په برمل او ګيان ولسواليو کې هوايي عمليات شوي چې په ترڅ کې يې ۲۶ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د پکتيکا د ملي اردو د ۲۰۳ تندر قول اردو د لومړي کنډک قوماندان ډګرمن محمد ايوب په دې اړه پژواک سره په خبرو کې وويل، چې تېره شپه بهرنيو ځواکونو د برمل ولسوالۍ د مستو په کلي کې عمليات کړي دي.
د هغه په وينا، په دې عملياتو کې د حقاني شبکې اړوند د رحمان ولي ګروپ ۱۰ وسله وال وژل شوي، پنځه ژوبل شوي او درې نور ژوندي نيول شوي دي.
خو د اورګون ولسوالۍ اړوند د پيرکوټي اوسېدونکى مولوي ارام خان بيا وايې چي تېره شپه د اورګون په پيرکوټه کې د افغان او بهرنيو ځواکونو په عملياتو کې ۶ وسله وال طالبان او ۶ ملکي وګړي وژل شوي دي، چي په وژل شويو ملکي وګړو کې دوه وروڼه هم شامل دي.
هغه زياته کړه، په برمل کې هم ممکن په عملياتو کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې وي، خو دوی يې په اړه معلومات نه لري.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ويلي چې په دې عملياتو کې پنځه ملکي وګړي وژل شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن