ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند کې د شفتالو حاصلات ډېر شوي

هلمند کې د شفتالو حاصلات ډېر شوي

author avatar
25 May 2019 - 12:09
هلمند کې د شفتالو حاصلات ډېر شوي
author avatar
25 May 2019 - 12:09

لښکرګاه (پژواک، ٤ غبرګولى ٩٨): د هلمند يو شمېر کروندګر او د کرنې رياست مسوولين وايي چې سږ کال د لومړي ځل لپاره په دغه ولايت کې د شفتالو ونو ښه حاصلات ورکړي چې د کوکنارو د کښت يو ښه بديل کېداى شي.

د هلمند په بېلابېلو سيمو کې د شفتالو ٩٥ باغونه جوړ شوي چې له دې ډلې د ناوې ولسوالۍ يو باغ چې په اته جريبه ځمکه کې جوړ شوى، هره ورځ ترې څه باندې يو ټن شفتالو ترلاسه کيږي.

د همدغه باغ يوه مسوول ګل اغا د غبرګولي په څلورمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د لومړي ځل لپاره په دغه ولايت کې شفتالو ښه حاصلات ورکړي دي.

ده زياته کړه: ((موږ هره ورځ بازار ته نږدې يو ټن شفتالو عرضه کوو، د دې شفتالو خوند د نورو هېوادونو شفتالو وو په پرتله ډېر ښه دى او خلک يې هم ډېر خوښوي.))

دغه راز يوه بل کروندګر موسى جان پژواک ته وويل چې د شفتالو حاصلاتو ګټه د کوکنارو او بل هر شي له حاصلاتو ډېره ده.

دى وايي: ((شفتالو ښه ګټه لري، بازار يې هم ښه دى، موږ يو باغ جوړ کړى کوښښ کوو، نور باغونه هم جوړ کړو.))

همدارنګه د شفتالو بل باغ لرونکي اغا محمد هم ورته څرګندونې وکړې او ويې ويل، اړوند مسوولين بايد په دې برخه کې له کروندګرو سره ډېرې مرستې وکړي څو د حاصلاتو کچه نوره هم ښه شي.

ده وويل: ((د شفتالو باغونه په هلمند کې ډېر نوي دي، موږ ورسره ډېر بلديت نه لرو خو بيا هم  ښه حاصلات ورکوي، که چېرې د کرنې رياست له موږ سره په دې برخه کې مرستې وکړي، نو ډېر ښه حاصلات به ترلاسه کړو.))

يو شمېر نورو کروندګرو او باغ لرونکو هم ورته څرګندونې وکړې.

د اړوندې موضوع په اړه د هلمند د کرنې رييس زلمي الکو پژواک ته وويل چې سږ کال د لومړي ځل لپاره شفتالو په دغه ولايت ښه حاصلات ورکړي دي.

الکو زياتوي: ((ښه حاصلات يې ورکړي او ښه بازار هم لري، مطمين يم چې سږ کال به باغ لرونکي د شفتالو له حاصلاتو ميليونونه افغانۍ عوايد ترلاسه کړي.))

د نوموړي د معلوماتو له مخې، په هلمند کې په ١٠٣ هکټاره ځمکه کې ٩٥ د شفتالو باغونه جوړ شوي او په پام کې ده چې ١٥٠ هکټاره نوره ځمکه کې هم د شفتالو باغونه جوړ شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.