کابل (پژواک، ٤ غبرګولی ٩٨): د غور یو شمېر اوسېدونکي له افغان چارواکو او د ملګرو ملتونو له ښوونیز، علمي او کلتوري سازمانه غوښتي چې د غور د منارجام له خرابېدو څخه د مخنیوي لپاره دې اقدام وکړي.
د غور چارواکو ویلي، د غور د منارجام له ویجاړېدو څخه د مخنیوي لپاره عاجل اقدام شوی او د ملګرو ملتونو علمي او کلتوري سازمان (یونسکو) هم د یادې پروژې لپاره دوه میلیون امریکايي ډالر ځانګړي کړي دي.
منار جام د غور ولایت د «شهرک» سیمې په ۶۲ کیلومترۍ کې هریرود سیند ته نږدې د «جام» په کلي کې موقعیت لري.
د یونسکو سازمان د اسنادو له مخې، دغه منار په ۱۱۹۴زېږديز کال کې د سلطان غیاث الدین غوري په دوره کې جوړ شوی چې نهه متره عرض او ۶۳.۳ لوړوالي لري او د هندوستان د نوي ډهلي له «قطب منار» وروسته په نړۍ کې د خښتو تر ټولو لوړ منار دی.
د غور ولایت د اوسېدونکو شاوخوا ۳۵ مشرانو نن د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له سرپرستې حسینې صافۍ، طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت د وزارت مرستیال محمد قاسم حیدري او د ملګرو ملتونو د علمي او کلتوري سازمان سلاکار عمران مقصودي سره د ولسي جرګې د کنفرانسونو په تالار کې د ناستې پر مهال وویل، دغه بنسټ د سېلابونو له امله د ویجاړېدو له ګواښ سره مخامخ دی.
په ولسي جرګه کې د غور د خلکو استازي کرام الدین رضايي په دې ناسته کې وویل، له کلونو راهیسې دغه منار نه دی رغول شوی او هغه بودیجه چې یونسکو د دغه منار بیارغونې ته ځانګړې کړې وه، هم سمه نه ده مصرف شوې.
هغه د یونسکو له خوا د ځانګړې شوې بودیجې په اړه له جزئیاتو پرته زیاته کړه، د منار استنادي دېوال د سېلابونو له امله تخریب شوی او که عاجل اقدام ونه شي، دغه تاریخي بنسټ به له ویجاړېدو سره مخامخ شي.
د غور د اوسېدونکو یوه بل استازي تمیم وویل: ((موږ ته یوه پوښتنه پیدا شوې چې حکومت ولې د هغه سیمو د بیارغونې لپاره میلیونونه افغانۍ لګوي چې ۱۰۰ کاله تاریخ نه لري، خو د غور منار د ساتنې لپاره چې له ۸۰۰ کلونو ډېر تاریخ لري، هېڅ توجه نه کوي؟))
هغه زیاته کړه، د منار شاوخوا ۳۰ سلنه برخې ویجاړې شوې او دغه بهیر دوام لري.
د لوېدیځې حوزې استازو د یوه پرېکړه لیک په خپرولو له افغان حکومت، یونسکو او اغا خان بنسټ څخه غوښتي چې د غور منار د ویجاړېدو مخه ونیسي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې حسینې صافۍ وویل، همدا اوس غور ولایت ته له ۲۰۰ زرو ډېرې افغانۍ لېږل شوې، څو د هغه او سیمه ییزو بشري سرچینو څخه په استفاده منار ته د سېلاب د خطر مخه ونیول شي.
پېښو ته د رسېدو وزارت مرستیال محمد قاسم حیدري وویل، په تېرو څلورو ورځو کې هره ورځ د سیمې له ۱۵۰ ډېر اوسېدونکي د ۳۵۰ افغانۍ ورځنۍ مزدورۍ په بدل کې جذب شوي څو له یاد منار څخه د سېلاب مسیر بدل کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن