ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ديني عالمان: په افغانستان کې د سولې ټينګښت لپاره دعاګانې وکړئ

ديني عالمان: په افغانستان کې د سولې ټينګښت لپاره دعاګانې وکړئ

author avatar
26 May 2019 - 14:35
ديني عالمان: په افغانستان کې د سولې ټينګښت لپاره دعاګانې وکړئ
author avatar
26 May 2019 - 14:35

کابل (پژواک، ۵ غبرګولی ۹۸): د قران کريم د نزول په مناسبت د جوړې شوې ناستې ګډونوالو له خلکو وغوښتل چې د روژې په مبارکه مياشت کې دې په هېواد کې د تلپاتې سولې د راتګ لپاره دعاوې وکړي.

نن په کابل کې په علومو اکاډمۍ کې د "روژه او قران کريم" تر سرليک لاندې د لسګونو عالمانو په ګډون د قران کريم د نزول په مناسبت علمي، څېړنيز کنفرانس جوړ شو.

په ولسي جرګه کې د کونړ د خلکو استازي مولوي شهزاده شاهد په دغه کنفرانس کې وويل، د روژې د مياشتې ستر عظمت دا دى چې په دې مياشت کې قران کريم نازل شوی دى.

هغه زياتوي: "موږ بايد د روژې په مبارکه مياشت چې د کال پر ټولو مياشتو فضليت لري؛ قران کريم ډېر تلاوت کړو او تر خپلې وسې له فقرا او مساکينو سره مرسته او همدردي وکړو."

مولوي شاهد د غونډې له ګډونوالو وغوښتل چې د روژې په مياشت کې دې په هېواد کې د تلپاتې سولې او اوربند د ټينګښت دعاوې وکړې، څو په هېواد کې د وينې د توېدو مخه ونه نيول شي.

د افغانستان د علومو اکاډمۍ مشر څېړنوال عبدالظاهر شکيب په دغه ناسته کې وويل: "روژه يواځې د خوراک او څښاک بندېدل نه دي، بلکې روژه مسلمانانو ته د مساوات، روغتيا پالنې، تعاون او همدردۍ درس ورکوي؛ همدا راز د روژې مياشت له ګناهونو د توبې ايستلو ښه موقع ده."

شکېب وايي، قران کريم د هدايت کتاب او ستر نعمت دی او دا چې قرانکريم د روژې په مبارکه مياشت کې نازل شوى، نو قران کريم او روژه يو له بله سره نږدې اړيکې لري.

د علومو اکاډمۍ بل غړي څېړنوال برهان الدين نيازی په دغه کنفرانس کې د روژې د ټولنيزو ګټو په اړه خبرې وکړې.

هغه وويل: "تر نورو وختونو ډېر په روژه کې مسلمانان يو د بل له حاله خبرېږي او تر خپلې وسې مرسته ورسره کوي، د فقيرانو د لاسنيوي په موخه د نورو صدقاتو تر څنګ پر انسانانو صدقه فطر هم لازمېږي او په دې مبارکه مياشت کې د مسلمانانو تر منځ قرابت او صله رحمي لا ډېرېږي."

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.