ښرنه (پژواک ٥ غبرګولى ٩٨): د پکتيکا امنيتي مسوولين وايي چې په برمل ولسوالۍ کې د افغان او بهرنيو ځواکونو د هوايي او ځمکنيو عملياتو پرمهال ۱۵ طالبان وژلي دي.
خو د سيمې اوسېدونکي بيا وايي چې په تر سره شويو عملياتو کې ملکي وګړي وژل شوي دي.
د پکتيکا د امنيه قوماندانۍ وياند شاه محمد ارين پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د برمل ولسوالۍ د رخي په سيمه د افغان او بهرنيو ځواکونو په هوايې او ځمکنيو عملياتو کې ۱۵ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
ده زياته کړه، په دې عملياتو کې هيڅ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې او ټول وژل شوي وسله وال طالبان دي.
خو د برمل ولسوالۍ اوسېدونکي احمد پژواک ته وويل چې عمليات په رخي سيمه کې نه، بلکې په ملکشي کلي کې تېره شپه د تراويح لمانځه پرمهال تر سره شوي دي، چې په ترڅ کې يې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۴ ملکي وګړي وژل شوي دي.
د ده په وينا، په دې عملياتو کې درې طالبان وژل شوي او څلور يې ژوندي نيول شوي دي.
وسله والو طالبانو بيا په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونی وړ ده چې برمل د پکتيکا سرحدي ولسوالۍ ده چې په کې تر ډېره مخابراتي شبکې فعاليت هم نه کوي، ترڅو د وژل شويو کسانو له کورنيو سره په اړيکه کې شوي وای.
د ولايتي شورا مسوولين هم د يادو عملياتو په اړه څه نه وايي.
تېره ورځ د اورګون ولسوالۍ د پيرکوتي په سيمه کې هم هوايي او ځمکني عمليات شوي وو چې د ځايي خلکو په خبره، په وژل شويو کسانو کې ۳ طالبان او ۷ ملکي وګړي شامل وو.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن