ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ښځو چارو وزارت د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د زیاتیېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې

د ښځو چارو وزارت د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د زیاتیېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې

author avatar
26 May 2019 - 19:46
د ښځو چارو وزارت د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د زیاتیېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې
author avatar
26 May 2019 - 19:46

کابل (پژواک، ۵ غبرګولی ۹۸): د ښځو چارو وزارت د ښځو پر وړاندې د ناسم چلند او د ښځو د وژنو د زیاتېدو په اړه اندېښنه څرګندوي او وايي، په تېرو دوو میاشتو کې د ښځو د وژنو د اوو قضیو په ګډون په دغه وزارت کې له ښځو سره د تاوتریخوالي ۱۵ قضیې ثبت شوې دي.

د ښځو چارو وزارت د پلان او پالیسۍ مرستیاله سپوږمۍ وردګ په کابل کې د ښځو د وژنو وروستیو پېښو په تړاو جوړ شوي کنفرانس ته وویل، په تېرو دوو میاشتو کې د اوو ښځو د وژنې په ګډون له ښځو سره د سخت تاوتریخوالي ۱۵ قضیې ثبت شوې دي.

هغې زیاته کړه، له یادو ۱۵ قضیو څخه اووه د وژنې او نور د صحرايي محکمو، اجباري نکاح، د ښځو او ماشومانو د پلورلو، ډله ییز تېري او له دوو نجونو سره د طالبانو له خوا د ناوړه چلند موارد دي.

هغې وویل، د تاوتریخوالي تر ټولو زیاتې پېښې په سرپل ولایت کې رامنځته شوې دي.

وردګ روښانه کړه چې د یادو قضیو په تور یواځې په سمنګان کې پر یوه قابلې د ډله ییز تېري اته شکمن کسان او د صحرايي محکمې په تور درې نور کسان نیول شوي دي.

له ښځو سره د تاوتریخوالي په چارو کې د مبارزې په برخه کې د لوی څارنوال مرستیالې سینا شنا وویل، په وروستیو میاشتو کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی زیات شوی دی.

نوموړې د مینې ګل د وژنې په اړه وویل، د منګل د وژنې په تور دوه کسان چې یو د کابل او بل د بغلان ولایت اوسېدونکي دي، نیول شوي، د لویې څارنوالۍ له خوا ټاکل شوي پلاوي خپلې څېړنې بشپړې کړې دي.

د شمشاد، لمر او اریانا ټلوېزیونونو مخکنۍ کارکوونکې مینه منګل چې تازه یې د ولسي جرګې د فرهنګي برخې د مشاوریت پر پوسټ دنده پیل کړې وه، د غويي په ۲۱ مه د کابل ښار په اتمه ناحیه کې ناپېژندو وسله والو ووژله.

نوموړې وویل، په سمنګان ولایت کې پر قابلې د ډله ییز تېري پېښه تر څېړنو لاندې ده.

د غويي په ۳۱ مه د سمنګان ولایت روی دواب ولسوالۍ کې پر یوې قابلې د ډله ییز تېري په تور نهه کسان نیول شوي دي.

هغه روښانه کړه، د پریسا قضیه چې څه موده وړاندې په کابل ښار کې له شپږم منزل څخه راغورځول شوې وه، لویې څارنوالۍ ته لېږل شوې ده.

د پریسا په نوم یوه حامله ښځه تېره سه شنبه (د غويي ۲۴ مه) د کابل ښار په لسمه امنیتي حوزه کې له یوې شپږ پوړیزې ودانې څخه لاندې راغورځول شوې وه او په روغتون کې یې ساه ورکړه.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.