ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار په لسو ولسوالیو کې شنې خونې جوړېږي

د کندهار په لسو ولسوالیو کې شنې خونې جوړېږي

author avatar
26 May 2019 - 13:41
د کندهار په لسو ولسوالیو کې شنې خونې جوړېږي
author avatar
26 May 2019 - 13:41

کندهار (پژواک، ٥  غبرګولی ۹۸): د کندهار د کرنې ریاست د کال تر پایه د دغه ولایت په لسو ولسوالیو کې شنې خونې جوړوي.

چارواکي وايي، دغه ګام د کرنې د ودې او د موسمي سبزیجاتو له اړخه د سیمې د اوسېدونکو اړتیا پوره کول دي.

بلخوا د شنو کروندګر وايي، تر دې مهاله په دغه ولایت کې ۶۰۰ شنې خونې جوړې شوې چې د موسمي سبو له اړخه یې د دغه ولایت د خلکو ۴۰ سلنه اړتیا پوره کړې ده.

د کندهار د کرنې رییس سید حفیظ الله سیدي پژواک خبري اژانس ته وویل، اړوند ریاست پلان لري د روان کال تر پایه د دغه ولایت په لسو ولسوالیو کې شنې خونې جوړې کړي.

هغه زیاته کړه، د دغو شنو خونو جوړولو لپاره ۸،۵ میلیونه افغانۍ ځانګړې شوي چې د اړوند ریاست له غیر مشروطې بودیجې ورکول کېږي.

دی وايي، دغه چاره په کور دننه د موسمي سبزیجاتو اړتیا پوره کوي او پر بهرنیو وارداتو تکیه کموي.

دغه راز ده یادونه وکړه چې په دې توګه به سلګونو کسانو ته غوره روزګار هم وموندل شي چې د کرنې په وده کې به مثبت رول ولري.

سيدي وویل، شنې خونې په اوسني عصر کې د کرنې په برخه کې خورا مهم رول لري او د دوی هڅه دا ده چې خلکو ته د شنو خونو جوړولو تر څنګ اړوند وسایل او امکانات په واک کې ورکړي.

د نوموړي په وینا، د دوی له دغه ګام سره دغه کار د یوې سوداګرۍ بڼه خپلوي او په پایله کې یې په ټولنه کې موجود شتمن خلک هڅېږي په دې برخه کې پانګونه هم وکړي.

تر دې مهاله په کندهار ښار او ولسوالیو کې د دولت، مرستندویه ادارو او خصوصي سکتور له خوا ۶۰۰ شنې خونې جوړې شوي چې د موسمي سبو له اړخه یې د دې ولایت د خلکو ۴۰ سلنه اړتیا پوره کړې ده.

رحمت الله د ډنډ ولسوالۍ هغه کروندګر دی چې پر یونیم جریب ځمکه یې شنه خونه جوړه کړې او بادرنګ یې په کې کرلي دي.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه شنه خونه یې د کارډ-ایف موسسې په مرسته جوړه کړې ده او د کال هر موسم په کې بېلابېل سابه بادرنګ، رومیان، دلمه مرچ او نور کري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.