ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني: د ټرانسپورټ ځانګړې خونې ایجادولو ته حاضر یو

ولسمشر غني: د ټرانسپورټ ځانګړې خونې ایجادولو ته حاضر یو

author avatar
26 May 2019 - 18:27
ولسمشر غني: د ټرانسپورټ ځانګړې خونې ایجادولو ته حاضر یو
author avatar
26 May 2019 - 18:27

کابل (پژواک ٥ غبرګولى ٩٨): ولسمشر غني وايي، د ټرانسپورټ ځانګړې خونه ایجادولو ته حاضر دي، خو په دې شرط چې مسوول یې انتخابي وي او د اقتصاد عالي شورا غړیتوب به هم ورکړل شي.

نوموړي دغه خبرې نن مازدیګر د هېواد یو شمېر ټرانسپورټرانو سره په کتنه کې کړې دي.

له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر د ټرانسپورټرانو ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه واورېدل.

سرچينه کاږي، په دې کتنه کې چې د ټرانسپورټ وزارت مسوولینو هم حضور درلود، جمهور رئیس غني د ټرانسپورټ قانون پر تطبیق ټینګار وکړ.

نوموړي ټرانسپورټرانو څخه هیله وکړه چې د سرکونو د خوندیتوب په موخه وزن ته جدي پاملرنه وکړي او ټینګار یې وکړ، چې په دې برخه کې له ټاکلي او معیاري اندازې سرغړوونکو سره به قانوني چلند وشي.

ده څرګنده کړه، د ترمینلونو طرحه چمتو ده او له ټرانسپورټرانو سره له شریکولو او د دوی د نظریاتو او مشورو له اخیستلو وروسته به یې د تطبیق چارې پیل شي.

هغه زیاته کړه، د مالیاتو د  باقیداري او د جریمو له معلومولو وروسته به د هغو د تخفیف په اړه تصمیم ونیول شي.

غني د هېواد په انکشاف کې د ټرانسپورټ او ټرانسپورټرانو مهم او پراخ رول ته په اشارې کولو وویل، د ټرانسپورټرانو ستونزو ته د رسیدګي ترڅنګ حکومت چمتو دی چې هغوی ته د مسلکي روزنیز بنسټ د جوړولو په ګډون نورې لازمې اسانتیاوې هم برابرې کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.