ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په بغلان کې د تاريخي اثارو د له منځه تلو ګواښونه زيات شوي

په بغلان کې د تاريخي اثارو د له منځه تلو ګواښونه زيات شوي

author avatar
26 May 2019 - 15:15
په بغلان کې د تاريخي اثارو د له منځه تلو ګواښونه زيات شوي
author avatar
26 May 2019 - 15:15

پلخمری(پژواک،۵ غبرګولی ۹۸): بغلان کې د لرغونو تاریخي اثارو د څار مسوولین وايي چې په دې وروستيو کې په دغه ولايت کې د نا امنۍ لمن پراخه شوې چې ورسره د تاريخي اثارو د له منځه تللو ګواښونه هم زيات شوي دي.

د اړوندې موضوع په اړه د بغلان د اطلاعاتو او کلتور ريیس ذکریا ناصري د غبرګولي په پنځمه پژواک خبري اژانس ته وویل: ((د کوشاني دورې ډېر اثار دغه ولايت کې شته دي، خو جګړې ډېرې شوي او موږ وېره لرو چې دغه اثار به له منځه ولاړ شي.))

د ناصري د معلوماتو له مخې، د دغه ولايت په ٢٨ سيمو کې تاريخي اثار شتون لري چې ډېرى يې د طالبانو واک لاندې سيمو کې دي.

دغه راز د بغلان د اطلاعاتو او کلتور ریاست د فرهنګ ساتنې څانګې امر عبدالبشیر اظهر پژواک ته وويل چې د کوشاني دورې د يو معبد ترڅنګ نور تاريخي اثار هم شته  چې له څلور سوه کلونو ډېر لرغنتوب لري.

ده زياته کړه: ((موږ اندېښنه لرو ځکه نا امني ډېره شوې او کېداى شي دغه مهم اثار له منځه ولاړ شي.))

د اظهر د معلوماتو له مخې، تېرکال بغلان ولسوالۍ د چم کلا سيمې تاريخي اثار د کيندنې هڅه شوې وه او د چهارشنبې تېپې او شمرق سيمو تاريخي اثار سېلابونو خراب کړي دي.

نوموړى زياتوي: ((٢٨ ځايه موږ لرغوني اثار لرو، چې له دې څخه حکومت پر سرخ کوتل، شمرق او چهارشنبې تېپې سيمو حاکميت لري، نور ټول د طالبانو په سيمو کې دي.))

د هغه په وينا دوى کوښښ کوي چې د يونسکو په مرسته د دغو لرغونو اثارو د بيا رغونې ترڅنګ يې د امنيت د ټينګښت لپاره هم امکانات برابر کړي.

 د اړوندې موضوع په اړه بغلان کې د لرغونو اثارو د ساتنې لپاره د ٠١٢ ځانګړې قطعې د درېیم ټولي قوماندان څارمن محمد نذیر پژواک ته وويل چې د حکومت تر واک لاندې سيمو کې تاريخي اثار خوندي دي.

هغه زياته کړه: ((هغه سيمې چې د حکومت په واک کې نه دي، د هغه په اړه موږ څه نه شو ويلاى.))

د نوموړي د معلوماتو له مخې، د سرخ کوتل او شمرق لرغونو سيمو امنيت ساتنې په موخه دوى ورته پوستې جوړې کړې دي.

د يادونې ده چې د بغلان ترڅنګ په نورو ولايتونو کې هم تاريخي اثار له ورته ګواښونو سره مخ دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.