ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چخانسوري: د ولسمشر د پخواني سلاکار حبيب احمدزي خبرې بې بنسټه دي

چخانسوري: د ولسمشر د پخواني سلاکار حبيب احمدزي خبرې بې بنسټه دي

author avatar
26 May 2019 - 17:09
چخانسوري: د ولسمشر د پخواني سلاکار حبيب احمدزي خبرې بې بنسټه دي
author avatar
26 May 2019 - 17:09

کابل (پژواک، ۵ غبرګولی ۹۸): د ولسمشر وياند وايي، د اشرف غني د پخواني ځانګړي امنيت سلاکار حبيب احمدزي خبرې دروغ او بې بنسټه دي، که اسناد لري، لويې څارنوالۍ ته دې وړاندې او علني دې خلکو او رسنيو ته اعلان کړي.

محمد هارون چخانسوري دغه خبرې نن په کابل کې په خبري ناسته کې وکړې.

جنرال حبيب الله احمدزي دوه ورځې مخکې له يوه خصوصي تلوېزيون سره په مرکه کې ادعا وکړه چې د ارګ دننه د سلاکارانو، وزيرانو او وکيلانو داسې کړۍ شته چې د فحشا لپاره کار کوي.

نوموړي د خپلې استعفا دلايل په کاري چارو کې لاسوهنه، په ارګ کې فحشا ته د ځانګړې کړۍ هڅونه او له ديموکراسۍ څخه د هغوى ناسم برداشت بولي.

خو چخانسوري وايي، د جنرال حبيب الله احمدزي څرګندونې پر شخصي انګېزو ولاړې دې او هغه يې د څوکۍ او موقف اخيستو په خاطر کړې دي.

ده زياته کړه، نوموړي چې د ولسمشر غني د خاص امنيت سلاکار په توګه دنده ترسره کوله، کله يې چې ځان له کابل څخه ولسي جرګې ته نوماند کړ، نو له دې دندې يې استعفا وکړه، وروسته له هغه چې احمدزی ناکام اعلان شو، نو ولسمشر ته يې بېرته د پخوانۍ دندې ترسره کولو وړانديز وکړ، خو د هغه دغه وړانديز د ولسمشر له خوا رد شو، هماغه و چې پر ارګ باندې په تورونو لګولو يې پيل وکړ.

دى وايي: "د ملي يووالي حکومت د ښځو حقونو ته جدي توجه لري، د ښاغلي احمدزي ادعاګانې ښځو ته سپکاوى دى، هغوى چې کلونه يې قربانۍ ورکړي ترڅو د تصميم نيونې کچو ته ورسېږي. هېچاته اجازه نه ورکول کېږي چې د افغانستان د ښځو پر عزت تور ولګوي. د هېواد له سياستوالو مو هيله دا ده چې د خپلو شخصي او سياسي ګټو لپاره د خلکو په ذهنونو کې تشويش پيدا نه کړي او له بې اساسه ادعاګانو څخه کمپاني استفاده ونه کړي."

د هغه په وينا، د حل لاره دا نه ده چې نوموړى دې د رسنيو له لارې پر خلکو تورونه ولګوي، بلکې په دې اړه که که اسناد لري، لويې څارنوالۍ ته دې وړاندې کړي. دغه موضوع به په جدي ډول وڅېړل شي او پايلې به يې د افغانستان له خلکو سره شريکې شي.

دى وايي: "هر څوک بايد دا اخلاقي جرئت ولري چې د دندې پر مهال هر هغه اسناد چې په لاس کې لري، ولس ته وړاندې کړي او وروسته له دندې دې د خلکو ذهنونه په منفي تبليغاتو نه خرابوي."

له بلې خوا مريم وردګ چې يو مهال د ملي امنيت شورا په دفتر کې يې د سلاکارې په توګه دنده ترسره کوله، د يوې مرکې په ترڅ کې د جنرال احمدزي خبرې تاييد کړې دي.

خو د ولسمشر وياند د هغې خبرې هم رد کړې.

چخانسوري وايي: "اغلې وردګ دغه خبرې وروسته له دې کړي چې کله اتمر صيب د ملي امنيت له شورا څخه ووت او نوی سلاکار محب صيب راغی او کار يې شروع کړ، نو هغه هم له وظيفې څخه له هغه ځايه لرې شوه، نو دوی (وردګ) چې دا خبره کوي، د څه وخت خبره کوي؟ [د اتمر د وخت او که نه تر هغه وروسته] دوی دې راشي او لويې څارنوالۍ ته دې ځواب ورکړي."

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.