ترينکوټ (پژواک، ۵ غبرګولی ۹۸): د اروزګان ځايي اوسېدونکي د جګړې له ښکېلو خواوو غوښتنه کوې چې د تېر کال په څېر دې د کوچني اختر په مناسبت اوربند اعلان کړي او جګړه دې ودروي.
افغان دولت او طالبانو تېر ۱۳۹۷ لمریز کال د کوچني اختر په مناسبت په هېواد کې د لومړي ځل لپاره د موقت اوربند پرېکړه وکړه چې د دولت له خوا د يوې میاشتې او طالبانو بيا د درېيو ورځو لپاره جګړه ودروله او اوربند ټينګ شو.
د تېر اوربند پر مهال د هېواد په ټولو ولایتونو کې د عامو اوسېدونکو د خوښیو تر څنګ له کلونو راهیسې هغو ډلو چې د یو او بل پر وړاندې د جګړې په ډګرونو کې ګوته پر ماشه وه، هم تاوتریخوالي پای ته ورساوه او د ورورۍ غېږي یې سره ورکړې.
خو له اوربند مودې له پای ته رسېدو وروسته یو ځل بیا جګړې تودې او دواړو خواوو د یو او بل پر وړاندي وسله پورته کړه.
د تېر اوربند له مودې راهیسې چې یو کال په تېرېدو دې اروزګاني اوسېدونکې د تېر په څېر د اوربند غوښتنه کوي او دا ځل غواړي چې دغه اوربند اوږدمهاله او سولې راتګ ته دې لاره هواره شي.
عبدالقدیر چې د ترینکوټ اړوند خانقې سیمې اوسېدونکی او له درییو کلونو راهیسې ښار ته راکډه شوې، وايي د تېر کال اوربند پر مهال یې داسې ډېر طالبان او نظامي کسان ولیدل چې د یو او بل په غاړو کې یې د وروګلوۍ لاسونه اچولي وو او ګډ انځورونه یې ایستل.
هغه وایي، ترینکوټ ښار د درېیو ورځو لپاره د لسګونو طالب جنګیالیو د راتګ شاهد و او دغه ټول پر وسلو سمبال هغه طالبان وو چې له تېرو درېیو کلونو راهیسې همدلته د ترینکوټ ښار په شاوخوا امنیتي کمربند کې د افغان نظام پر وړاندې جنګېده.
د نوموړي په وينا، که څه هم دغه طالبان ترینکوټ ښار ته له خپلو سپکو او درنو وسلو سره یو ځای داخل شول، خو نظامیانو د وروڼو په څېر ورسره چلند وکړ او په ښه توګه یې ترې مېلمه پالنه وکړه.
سمیع الله هم د ترینکوټ ښار یو هغه اوسېدونکی دی چې د تېر کال اوربند ورځو کې خپل کلي ته د کورنۍ د غړو لیدو ته تللی و.
هغه وایي، اوربند دا چانس ورکړ چې له کلونو وروسته خپل کلي او کور ته ولاړ شي او هلته وخت تېر کړي.
سمیع الله چې د ترینکوټ ښار د پولیسو لومړۍ امنیتي حوزه کې د سرتېري په توګه دنده ترسره کوي، وایي، که سږ کال هم اوربند اعلان شي، نو خپل کلي او کور ته به بیا ولاړ شي.
د اروزګان یوه قومي مخور معلم رحمت الله وایي، سوله د ټولو ولسونو هیله ده او تل یې له ښکېلو خواوو غوښتنه کړې چې ورور وژنه ودروي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن