ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

​د ولسمشرۍ ټاکنو نوماندانو شورا په ارګ کې د اخلاقي فساد تورونو په اړه اندېښنه څرګندوي

​د ولسمشرۍ ټاکنو نوماندانو شورا په ارګ کې د اخلاقي فساد تورونو په اړه اندېښنه څرګندوي

author avatar
26 May 2019 - 15:54
​د ولسمشرۍ ټاکنو نوماندانو شورا په ارګ کې د اخلاقي فساد تورونو په اړه اندېښنه څرګندوي
author avatar
26 May 2019 - 15:54

کابل (پژواک، ۵ غبرګولی ۹۸): د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندانو شورا د ولسمشر د یوه ځانګړي استازي له خوا په ارګ کې له مالي او اخلاقي فساد او د ولسي جرګې د ټاکنو له مهندسۍ څخه د پردې پورته کول د پوښتنې وړ ګڼي.

د ولسمشر غني پخواني ځانګړي مشاور جنرال حبیب الله احمدزي له یوې رسنۍ سره په مرکه کې ویلې، په ارګ کې په کاري چارو کې د لاس وهنې، له ډیموکراسۍ څخه د ناسم مفهوم اخیستو او فحشا ته د ځینو خاصو کړیو د هڅولو له امله یې له خپلې دندې استعفا کړې ده.

نوموړي روښانه کړې چې هېڅ مشاور او وزیر نه شي کولای چې د خپلې کاري لایحې مطابق دنده ترسره کړي او د ارګ له داخله یې ځینې کړۍ په چارو کې لاسوهنه کوي او د ولسمشر په مشاورینو کې داسې کسان هم شته چې ډېر کم کولای شي له ولسمشر سره وګوري.

احمدزي ویلي، په تېرو درېیو کلونو کې ولسمشر غني له ګوتو په شمار خلکو سره لیدنې او لازمې مشورې ترسره کړې چې دغه مشورو د هېواد د چارو پر ښه والي هېڅ مثبت اغېر نه دی کړی.

نوموړي په دې مرکه کې ادعا کړې چې د ارګ دننه د مشاورینو، وزیرانو او وکیلانو داسې کړۍ شته چې د فحشاد د ترویج لپاره کار کوي.

هغه دغه راز یادونه کړې چې ټاکنیز کمېسیونونه نه دې توانېدلي چې د ولسي جرګې د وروستیو پایلو اصلي نوملړ اعلان کړي او اوسنی لېست د ولسمشر په غوښتنه اعلان شوی دی.

د ولسمشر ویاند شاه حسین مرتضوي د جنرال حبیب الله احمدزي څرګندنو ته له اشارې پرته په خپله فسبوک پاڼه لیکلي، د حکومتي د حکومتي ادارو او کسانو د تخریب په موخه هدفي رواني جګړه پیل شوې ده.

نوموړي زیاته کړې: ((په دې کې شک نشته چې په حکومت کې نیمګړتیاوې شته خو د حکومتي ادارو او کسانو تخریب اوس د سیاسي موخې لپاره ترسره کېږي.))

د ولسمشرۍ ریاست ویاند هارون چخانسوري نن یوې خبري ناستې ته په دې اړوند وویل، هر هغه څوک چې دغه ډول ادعا کوي باید د هېواد په لویه څارنوالۍ کې یې د اسنادو په وړاندې کولو ثابته کړي.

چخانسوري د حبیب احمدزي ادعاوې بشپړې دروغ، بې بنسټه او پر شخصي انګېزو ولاړې وبللې. هغه زیاته کړه، دا موضوع په ډېره جدي توګه بررسي او پایلې به یې له خلکو سره شریکې شي.

د ولسمشر ویاند وویل: ((د ښاغلي احمدزي ادعاوې د څوکۍ او موقف لپاره دي. کله چې نوموړی په پارلماني ټاکنو کې بریالی نه شو ارګ ته راغی څو بیا د مشارو په توګه مقرر شي خو د ګومارنې وړاندیز یې رد شو.))

نوموړې د دې په روښانولو چې د ملي یووالي حکومت د ښځو حقونو ته جدي پاملرنه کړې د حبیب احمدزي ادعاوې هغو ښځو ته توهین بللی چې کلونه یې د تصمیم نیونې کچې ته د رسېدو لپاره قربانۍ ورکړې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.