د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د لوګر په محمد اغه کې یوولس پاڅون کوونکي وژل شوي

د لوګر په محمد اغه کې یوولس پاڅون کوونکي وژل شوي

May 26, 2019 - 14:26

پل علم (پژواک، ٥ غبرګولى ٩٨): د لوګر په مرکز او محمداغې ولسوالۍ کې د طالبانو د بريدونو له امله ١١ پاڅون کوونکي وژل شوي دي.

د لوګر د امنيې قوماندانۍ يوې سرچينې د غبرګولي په پنځمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو تېره شپه د مرکز پل علم اړوند د دهنه ريګ په سيمه کې د پاڅون کوونکو  پر پوستې ډله ييز بريدونه کړي دي.

هغه وايي: ((طالبانو دغه پوسته محاصره کړې وه، پاڅون کوونکو له مرکزه د مرستې غوښتنه کړې وه، خو کله چې مرسته ورته نه ده رسېدلې، طالبانو پوسته نيولې ده.))

د سرچيني د معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې اووه پاڅون کوونکي وژل شوي دي.

دغه راز د يو بل خبر له مخې، په محمد اغې ولسوالۍ کې هم طالبان وژل شوي دي.

د محمدې اغې ولسوال نورمحمد عبيدي پژواک ته وويل چې تېره شپه طالبانو په دهنو سيمه کې د پاڅون کوونکو پر پوستې ډله ييز بريدونه کړي دي.

ولسوال وايي: ((طالبانو له درېيو خواوو پر دې پوستې بريدونه کړي او غوښتل چې پوسته ونيسي خو پوسته يې نه ده نيولې.))

د نوموړي د معلوماتو له مخې، په دغه جګړه کې څلور پاڅون کوونکي وژل شوي دي.

دغه راز د سيمې يوه اوسېدونکي د نوم نه خپرېدو په شرط پژواک ته وويل چې په دې پېښه کې څلور پاڅون کوونکي وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي دي.

ده ادعا وکړه: ((طالبانو له پاڅون کوونکو سرونه غوڅ کړي دي.))

بل لور ته وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده، شاوخوا دوه کاله وړاندې لوګر د ملي امنيت له لوري د پاڅون کوونکو پنځه سوه کسيزه ډله جوړه شوه چې دا مهال په مرکز او محمد اغې ولسوالۍ کې د طالبانو پر ضد فعاليت کوي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement