پل علم (پژواک، ٥ غبرګولى ٩٨): د لوګر په مرکز او محمداغې ولسوالۍ کې د طالبانو د بريدونو له امله ١١ پاڅون کوونکي وژل شوي دي.
د لوګر د امنيې قوماندانۍ يوې سرچينې د غبرګولي په پنځمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو تېره شپه د مرکز پل علم اړوند د دهنه ريګ په سيمه کې د پاڅون کوونکو پر پوستې ډله ييز بريدونه کړي دي.
هغه وايي: ((طالبانو دغه پوسته محاصره کړې وه، پاڅون کوونکو له مرکزه د مرستې غوښتنه کړې وه، خو کله چې مرسته ورته نه ده رسېدلې، طالبانو پوسته نيولې ده.))
د سرچيني د معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې اووه پاڅون کوونکي وژل شوي دي.
دغه راز د يو بل خبر له مخې، په محمد اغې ولسوالۍ کې هم طالبان وژل شوي دي.
د محمدې اغې ولسوال نورمحمد عبيدي پژواک ته وويل چې تېره شپه طالبانو په دهنو سيمه کې د پاڅون کوونکو پر پوستې ډله ييز بريدونه کړي دي.
ولسوال وايي: ((طالبانو له درېيو خواوو پر دې پوستې بريدونه کړي او غوښتل چې پوسته ونيسي خو پوسته يې نه ده نيولې.))
د نوموړي د معلوماتو له مخې، په دغه جګړه کې څلور پاڅون کوونکي وژل شوي دي.
دغه راز د سيمې يوه اوسېدونکي د نوم نه خپرېدو په شرط پژواک ته وويل چې په دې پېښه کې څلور پاڅون کوونکي وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي دي.
ده ادعا وکړه: ((طالبانو له پاڅون کوونکو سرونه غوڅ کړي دي.))
بل لور ته وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده، شاوخوا دوه کاله وړاندې لوګر د ملي امنيت له لوري د پاڅون کوونکو پنځه سوه کسيزه ډله جوړه شوه چې دا مهال په مرکز او محمد اغې ولسوالۍ کې د طالبانو پر ضد فعاليت کوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن