ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ولسي جرګې ریاست ستونزې د حل لپاره ددغې جرګې نننۍ ناسته هم بې پایلې وه

د ولسي جرګې ریاست ستونزې د حل لپاره ددغې جرګې نننۍ ناسته هم بې پایلې وه

author avatar
26 May 2019 - 17:20
د ولسي جرګې ریاست ستونزې د حل لپاره ددغې جرګې نننۍ ناسته هم بې پایلې وه
author avatar
26 May 2019 - 17:20

کابل(پژواک،۵ غبرګولی ٩٨): ولسي جرګې په خپله نهمه ناسته کې هم ونه شوکړای چې د دغې جرګې د ریاست څوکۍ د ټاکنو د یوې جنجالي رایې په اړه تصمیم ونیسي.

 د غويي په ٢٨مه د ولسي جرګې رياست د ټاکنو په دويم پړاو کې دوو تنو (ميررحمان رحماني او کمال ناصر اصولي) ته چې د ټاکنو په لومړي پړاو کې يې تر نورو ډېرې رايې لرلې، د رايو صندوقونه کېښودل شول، خو د درېيو رايو نادرکه کېدل د جرګې د غړو ترمنځ د ناندريو او شخړې لامل شول؛ ځکه چې که نصاب ٢٤٧ تنه شوى واى، نو دواړو نوماندانو ټاکنې بايللې او که ٢٤٤ تنه شوى واى، نو رحماني ګټونکى بلل کېده.

تر  ډېرو ناندريو وروسته تېره اوونۍ يو ٢٧ کسيز پلاوى وټاکل شو څو دغه موضوع وڅېړي او په اړه يې د جرګې عمومي غونډې ته راپور ورکړي. په دغه پلاوي کې پنځه تنه د رحماني او پنځه تنه د اصولي پلويان او پاتې نور بې پرې کسان دي.

 د یاد پلاوي یو شمېر غړو ویل، ثابته شوې چې د جرګې د هغې ورځې نصاب ۲۴۷ کسان وو، خو یو شمېر نور بیا وايي، د هغې ورځې نصاب ۲۴۶ کسان وو. په جرګه کې د هغې رایې پرسر جنجال روان دی چې مخکې لغوه شوې ده.

 پلاوي هم د یادې ستونزې د حل لپاره توافق ونه کړ او ویې ویل، د جنجالي رایې په اړه باید ددغې جرګې په عمومي ناسته کې تصمیم ونیول شي.

 د رحماني پلویان وايي، ناسته باید د علني ټاکنو له لارې د باطلې رایې په اړه تصمیم ونیسي خو د اصولي پلویان بیا وايي چې ټاکنې باید سري وي.

 په ولسي جرکه ګې د کابل د خلکو استازي غلام حسین ناصري نن رسنیو ته وویل، دغه ستونزه ځکه نه حلېږي چې ځينې کسان خڼدونه جوړوي ځکه غواړي چې ځان ریاست ته نوماند کړي.

نوموړي په دې اړه د کوم کس نوم یاد نه کړ.

په ولسي جرګه کې د میدان وردګو د خلکو استازي عبدالرحمن وردګ هم ورته نظر لري او وايي، ځینې محدود کسان د خپلو شخصي ګټو لپاره تالار برمته نیسي.

هغه وايي، دغه کسان د خپلو شخصي ګټو په لټه کې دي او نه غواړي چې دغه ستونزه حل شي.

 په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازی میرویس ياسيني  وویل، د جرګې یو شمېر غړو پرېکړه وکړه چې سبا یو بې طرفه کس د ټاکنو د اجرایيه مدیر په توګه وټاکل شي څو د یوې باطلې رایې برخلیک روښانه شي.

هغه وايي، اجرایيه مدیر  د بحران د رامنځته کېدو څخه د مخنیوي په موخه به یوازې جلسه اداره کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.