ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتيکا امنيتي مسوولين: په برمل کې ١٥ طالبان وژل شوي

د پکتيکا امنيتي مسوولين: په برمل کې ١٥ طالبان وژل شوي

author avatar
26 May 2019 - 19:35
د پکتيکا امنيتي مسوولين: په برمل کې ١٥ طالبان وژل شوي
author avatar
26 May 2019 - 19:35

ښرنه (پژواک ٥ غبرګولى ٩٨): د پکتيکا امنيتي مسوولين وايي چې په برمل ولسوالۍ کې د افغان او بهرنيو ځواکونو د هوايي او ځمکنيو عملياتو پرمهال ۱۵ طالبان وژلي دي.

خو د سيمې اوسېدونکي بيا وايي چې په تر سره شويو عملياتو کې ملکي وګړي وژل شوي دي.

د پکتيکا د امنيه قوماندانۍ وياند شاه محمد ارين پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د برمل ولسوالۍ د رخي په سيمه د افغان او بهرنيو ځواکونو په هوايې او ځمکنيو عملياتو کې ۱۵ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

ده زياته کړه، په دې عملياتو کې هيڅ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې او ټول وژل شوي وسله وال طالبان دي.

خو د برمل ولسوالۍ اوسېدونکي احمد پژواک ته وويل چې عمليات په رخي سيمه کې نه، بلکې په ملکشي کلي کې تېره شپه د تراويح لمانځه پرمهال تر سره شوي دي، چې په ترڅ کې يې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۴ ملکي وګړي وژل شوي دي.

د ده په وينا، په دې عملياتو کې درې طالبان وژل شوي او څلور يې ژوندي نيول شوي دي.

وسله والو طالبانو بيا په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادونی وړ ده چې برمل د پکتيکا سرحدي ولسوالۍ ده چې په کې تر ډېره مخابراتي شبکې فعاليت هم نه کوي، ترڅو د وژل شويو کسانو له کورنيو سره په اړيکه کې شوي وای.
د ولايتي شورا مسوولين هم د يادو عملياتو په اړه څه نه وايي.

تېره ورځ د اورګون ولسوالۍ د پيرکوتي په سيمه کې هم هوايي او ځمکني عمليات شوي وو چې  د ځايي خلکو په خبره، په وژل شويو کسانو کې ۳ طالبان او ۷ ملکي وګړي شامل وو.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.