د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د کندهار په لسو ولسوالیو کې شنې خونې جوړېږي

د کندهار په لسو ولسوالیو کې شنې خونې جوړېږي

May 26, 2019 - 13:41

کندهار (پژواک، ٥  غبرګولی ۹۸): د کندهار د کرنې ریاست د کال تر پایه د دغه ولایت په لسو ولسوالیو کې شنې خونې جوړوي.

چارواکي وايي، دغه ګام د کرنې د ودې او د موسمي سبزیجاتو له اړخه د سیمې د اوسېدونکو اړتیا پوره کول دي.

بلخوا د شنو کروندګر وايي، تر دې مهاله په دغه ولایت کې ۶۰۰ شنې خونې جوړې شوې چې د موسمي سبو له اړخه یې د دغه ولایت د خلکو ۴۰ سلنه اړتیا پوره کړې ده.

د کندهار د کرنې رییس سید حفیظ الله سیدي پژواک خبري اژانس ته وویل، اړوند ریاست پلان لري د روان کال تر پایه د دغه ولایت په لسو ولسوالیو کې شنې خونې جوړې کړي.

هغه زیاته کړه، د دغو شنو خونو جوړولو لپاره ۸،۵ میلیونه افغانۍ ځانګړې شوي چې د اړوند ریاست له غیر مشروطې بودیجې ورکول کېږي.

دی وايي، دغه چاره په کور دننه د موسمي سبزیجاتو اړتیا پوره کوي او پر بهرنیو وارداتو تکیه کموي.

دغه راز ده یادونه وکړه چې په دې توګه به سلګونو کسانو ته غوره روزګار هم وموندل شي چې د کرنې په وده کې به مثبت رول ولري.

سيدي وویل، شنې خونې په اوسني عصر کې د کرنې په برخه کې خورا مهم رول لري او د دوی هڅه دا ده چې خلکو ته د شنو خونو جوړولو تر څنګ اړوند وسایل او امکانات په واک کې ورکړي.

د نوموړي په وینا، د دوی له دغه ګام سره دغه کار د یوې سوداګرۍ بڼه خپلوي او په پایله کې یې په ټولنه کې موجود شتمن خلک هڅېږي په دې برخه کې پانګونه هم وکړي.

تر دې مهاله په کندهار ښار او ولسوالیو کې د دولت، مرستندویه ادارو او خصوصي سکتور له خوا ۶۰۰ شنې خونې جوړې شوي چې د موسمي سبو له اړخه یې د دې ولایت د خلکو ۴۰ سلنه اړتیا پوره کړې ده.

رحمت الله د ډنډ ولسوالۍ هغه کروندګر دی چې پر یونیم جریب ځمکه یې شنه خونه جوړه کړې او بادرنګ یې په کې کرلي دي.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه شنه خونه یې د کارډ-ایف موسسې په مرسته جوړه کړې ده او د کال هر موسم په کې بېلابېل سابه بادرنګ، رومیان، دلمه مرچ او نور کري.

دی زیاتوي، له شنو خونو ترلاسه کېدونکي سبزیجات نږدې ولایتونو او کله کله ان پاکستان ته هم وړل کېږي، په داسې حال کې چې پخوا به د اړتیا وړ سبزیجات له پاکستان او ایران څخه راوړل کېدل.

 

هغه زیاته کړه، د کرنې دغه عصري بڼه تر دودیزې هغې څو برابره ګټوره او اسانه ده؛ ځکه لږې ځمکې او لږو اوبو ته اړتیا لري.

دی وايي، هر ځل چې یې حاصل ورسېږي نو ۵زره کیلوګرامه بادرنګ ورڅخه ترلاسه کوي چې له ۹۰ تل ۱۰۰ زره افغانۍ جوړوي.

د ده په خبره، هر سهار خپل محصولات د کندهار ښار تر مارکېټ پورې رسوي چې له هغه ځایه بیا نورو ولایتونو اروزګان، زابل، غزني او کله کله چې ډېر وي ان پاکستان ته هم وړل کېږي.

دی د کرنې ریاست د دغه اقدام هرکلی کوي چې غواړي په کندهار ښار او ولسوالیو کې نورې شنې خونې هم جوړې کړي.

نورمحمد بیا د کندهار ښار په میرویس مېنه کې شنې خونې لري چې د بادرنګو تر څنګ یې په کې رومیان او شنه مرچ او نور کرلي دي.

دی هم وايي چې کروندګر له شنو خونو د ترلاسه شوو محصولاتو په وسیله په لږ خواري ډېره ګټه کوي، ځکه دغه توکي داسې مهال بازار ته وړاندې کېږي چې اړتیا ورته ډېره وي.

د ده په خبره، د شنو خونو کښت که له یوې خوا د کروندګرو د عوایدو کچه لوړوي، له بلې خوا خلک په هر موسم کې تازه سبزیجاتو ته لاسرسی پیدا کوي.

دی وايي، په کندهار کې هر کال سلګونه ټنه سبزیجات له همدې شنو خونو ترلاسه کېږي چې کال په کال لا پسې غوړېږي او د یوه فرهنګ بڼه غوره کوي.

د ده په خبره، دوه او درې کلونه مخکې په ځانګړې توګه د مني او ژمي په موسمونو کې د اړتیا وړ ډېر سبزیجات له ایران او پاکستان څخه راوړل کېدل چې هم یې بیه لوړه وه او هم یې کیفیت ښه نه وو، خو اوس دغه اړتیا په کور دننه تر ډېره پوره شوې ده او ان کله کله خو پاکستان ته هم صادرېږي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement