لښکرګاه (پژواک، ٥ غبرګولى ٩٨): په هلمند کې د بهرنيو ځواکونو د چورلکې لوېدو پېښه کې ځیني افغانان او بهرنيان ټپيان شوي دي.
یادې چورلکې د هلمند په نوزاد ولسوالۍ کې بېړنۍ ناسته کړې وه، خو وروسته الوتکه سوځول شوې وه.
په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو وياند جګړن ډيف بټلر د غبرګولي په ٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې پېښه کې يو شمېر افغان او بهرني سرتېري ټپيان شوي، خو اوس يې روغتيايي حالت د ډاډ وړ دى.
هغه په دې پېښه کې د وسله و الو مخالفينو لاس لرل رد کړل او وې ويل چې د تخنيکي ستونزو له امله يې بېړنۍ ناسته کړې وه.
د هلمند د والي وياند محمد عمر ځواک پرون پژواک ته ويلي وو، نوزاد ولسوالۍ په بارکزو سيمه کې د بهرنيو ځواکونو يوې چورلکې بېړنۍ ناسته کړې ده.
هغه وايي چې د الوتکې ټوله عمله ژغورل شوې خو خپله چورلکه د بهرنیو ځواکونو له لوري سوځول شوې ده.
خو وسله والو طالبانو ويلي چې دا چورلکه دوى ويشتلې او سوځول شوې ده.
د يادونې ده، نوزاد د هلمند له نا امنو ولسواليو ده چې له تېرو څو کلونو راهيسې يې بشپړ کنټرول له وسله والو طالبانو سره دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن