ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کونړ کې ښځو ته ۱۴۶۰ کورنۍ باغچې جوړې شوې دي

کونړ کې ښځو ته ۱۴۶۰ کورنۍ باغچې جوړې شوې دي

author avatar
26 May 2019 - 14:40
کونړ کې ښځو ته ۱۴۶۰ کورنۍ باغچې جوړې شوې دي
author avatar
26 May 2019 - 14:40

اسعد اباد (پژواک، ٥ غبرګولى ٩٨): په کونړ کې د کورني اقتصاد پياوړي کولو لپاره د ښځو لپاره ١٤٦٠ د سبزيو کورنۍ باغچې جوړې شوې دي.

د دغه ولايت د کرنې او مالدارۍ ریيس انعام الله ساپی وايي چې پر دې پروژې اته ميليونه افغانۍ لګښت راغلى او په درېيو ولسواليو کې پلې شوې دي.

هغه پژواک اژانس ته وويل چې ۶۰۰ باغچې د کرنې او مالدارۍ وزارت له انکشافي بودجې تمویل شوې او ۸۶۰ يې د همدغه وزارت د باغدارۍ او مرغدارۍ له ملي پروګرام څخه تمویلېږي.

ساپی زیاتوي، مېرمنې به له دغو کوچنیو باغچو د کور د خوراکي توکو اړتیا پوره کوي او له بل پلوه به نغدي ګټه هم ترلاسه کوي.

د کرنې او مالدارۍ ریيس وويل چې د هرې باغچې لرونکې ته تخمونه، د اوبه لګولو وسایل، د روزنې او کرنيز وسایل (بېلچه، رمبی، کولنګ او نور) ورکول شوي.

انعام الله ساپی زیاتوي، د دغه پروګرام اصلي موخه او هدف دا دی چې په  کور دننه د خویندو او میندو لپاره چې د سوء  تغذیه ښکار دي، صحیح غذايي رژیم پیدا کړل شي.

د هغه په وينا، کومې بې وزله کورنۍ چې له اقتصادي پلوه د خپل ژوند په تمویل کې  ستونزې لري، له دې پروژې ډېره ګټه ورته رسېږي.

دى وايي، له دې سره چې ښځې هم ټولنې ته دا پیغام ورکولای شي چې په مستقیمه توګه  دوی د اقتصاد پیاوړتیا په برخه کې  مهم رول لوبولی شي.

پنځه څلوېښت کلنې غوټۍ د خپلې کورنۍ له سړیو سره  په ګډه  اقتصادي ستونزو حل ته ملا تړلې ده.

هغه وايي، په کور دننه له خپلې کوچنۍ باغچې دومره سبزي ترلاسه کوي چې هم پرې غذایي اړتیاوې پوره کړي او هم یې د خرڅلاو لپاره بازار ته وړاندې کړي.

غوټۍ خوښه ده چې د خپل لاس په خواریو ګټلو پیسو د کورنۍ له نورو غړو سره د اقتصادي ستونزو په حل کې مرسته کوي .

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.