ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

یوناما: طالبان زندانیان شکنجه کوي

یوناما: طالبان زندانیان شکنجه کوي

author avatar
26 May 2019 - 18:33
یوناما: طالبان زندانیان شکنجه کوي
author avatar
26 May 2019 - 18:33

کابل (پژواک،٥ غبرګولی ٩٨): په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستیالۍ پلاوی وايي، له خوشې شوو بندیانو سره خبرې په ډاګه کوي چې طالبان بندیان شکنجه کوي، خو طالبان دغه څرګندونې مغرضانه او له حقیقته لرې ګڼي.

د راپورونو له مخې، د روان کال د غويي میاشتې په جریان کې په اروزګان ولایت کې د بهرنیو ځواکونو په مرسته د افغان دولتي ځواکونو په عملیاتو کې د طالبانو له یوه زندانه ۵۳ کسان راخوشي شول.

دغه راز راپورونه ښيي چې په یادو کسانو کې ۴۵ د امنیتي او دفاعي سرتېرو غړي او د درېیو دولتي ملکي مسوولینو په ګډون اته ملکي کسان شامل دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستیالۍ دفتر پلاوي «یوناما» ویلي، له یادو ۱۳ کسانو سره مخامخ مرکې شوې او دوی ویلي چې په بد حال کې ساتل کېدل.

په راپور کې راغلي: ((دغو بندیانو معتبرې څرګندونې کړې او د ملکي وګړو او امنیتي کارکوونکو د وژنو، ناوړه چلند او شکنجو په اړه معتبرې ادعاوې درلودې. څو توقیف شوو د طالبانو له خوا د لږ تر لږه ۱۱ کسانو د وژل کېدو راپور ورکړی دی.))

سرچینې لیکلي، مرکه کېدونکو ویلي چې د ټول وخت لپاره یې په پښو کې ځنځیر و او د ځینو په پښو کې د ټپونو نښې هم لیدل کېږي.

په راپور کې راغلي: ((له یوه کس پرته ټولو بندیانو له یوناما سره په مرکه کې د وهلو ټکولو راپور ورکړی دی. ځینو توقیف شوو کسانو ویلي چې طالبانو له دوی څخه د وهلو ټکولو پر مهال غوښتل چې یا معلومات ورکړي او یا پر خاصو اعمالو اعتراف وکړي.))

سرچینې لیکلي، یو شمېر نورو توقیفي کسانو ویلي چې دوی ته د وهلو ټکولو علتونه له دولت څخه ملاتړ، له امریکایانو سره کار او له طالبانو سره جګړه بلل شوي دي.

په راپور کې راغلي، ټولو توقیف شوو کسانو ویلي چې تر ځمکې لاندې په پنځو کوټو کې په ډېر بیروبار کې ساتل کېدل او له یو بل سره د خبرو اجازه یې نه درلوده او په یوه ورځ کې لږ تر لږه د چاودېدونکو توکو د جوړولو په ګډون په بېلا بېلو برخو کې اووه ساعته کار ته مجبور کېدل چې دا د نړیوالو بشري حقونو خلاف عمل دی.

د راپور پر اساس، توقیف شوو کسانو ویلي چې دوی په ژمي کې د حرارت له صفر درجې په ټيټه سړه هوا کې ساتل کېدل او د ورځې دوه ځله ورته لوبیا او ډوډۍ ورکول کېده او د درد د ارامه کولو او عفوني ضد درملو پرته یې هېڅ شي ته لاسرسی نه درلود.

یوناما لیکلي، د توقیف وضعیت او له توقیف شوو سره چلند ان په یوه غیر نړیوال جګړه کې د یوه ښکېل لوري له معیارونو سره په ټکر کې دی.

د یوناما رییس تدامیچي یاماموتو ویلي: ((زه ناوړه چلند، شکنجې او د ملکي کسانو او امنیتي منسوبینو د ناقانونه وژنو او دغه راز په توقیف ځایونو کې د ناوړه شرایطو په تړاو د مطرح شوو ادعاوو په اړه سخت اندېښمن یم.))

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.