د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

​د اروزګان خلکو له ښکېلو خواوو د تېر په څېر اوربند وغوښت

​د اروزګان خلکو له ښکېلو خواوو د تېر په څېر اوربند وغوښت

May 26, 2019 - 15:09

ترينکوټ (پژواک، ۵ غبرګولی ۹۸): د اروزګان ځايي اوسېدونکي د جګړې له ښکېلو خواوو غوښتنه کوې چې د تېر کال په څېر دې د کوچني اختر په مناسبت اوربند اعلان کړي او جګړه دې ودروي.

افغان دولت او طالبانو تېر ۱۳۹۷ لمریز کال د کوچني اختر په مناسبت په هېواد کې د لومړي ځل لپاره د موقت اوربند پرېکړه وکړه چې د دولت له خوا د يوې میاشتې او طالبانو بيا د درېيو ورځو لپاره جګړه ودروله او اوربند ټينګ شو.

د تېر اوربند پر مهال د هېواد په ټولو ولایتونو کې د عامو اوسېدونکو د خوښیو تر څنګ له کلونو راهیسې هغو ډلو چې د یو او بل پر وړاندې د جګړې په ډګرونو کې ګوته پر ماشه وه، هم تاوتریخوالي پای ته ورساوه او د ورورۍ غېږي یې سره ورکړې.

خو له اوربند مودې له پای ته رسېدو وروسته یو ځل بیا جګړې تودې او دواړو خواوو د یو او بل پر وړاندي وسله پورته کړه.

د تېر اوربند له مودې راهیسې چې یو کال په تېرېدو دې اروزګاني اوسېدونکې د تېر په څېر د اوربند غوښتنه کوي او دا ځل غواړي چې دغه اوربند اوږدمهاله او سولې راتګ ته دې لاره هواره شي.

عبدالقدیر چې د ترینکوټ اړوند خانقې سیمې اوسېدونکی او له درییو کلونو راهیسې ښار ته راکډه شوې، وايي د تېر کال اوربند پر مهال یې داسې ډېر طالبان او نظامي کسان ولیدل چې د یو او بل په غاړو کې یې د وروګلوۍ لاسونه اچولي وو او ګډ انځورونه یې ایستل.

هغه وایي، ترینکوټ ښار د درېیو ورځو لپاره د لسګونو طالب جنګیالیو د راتګ شاهد و او دغه ټول پر وسلو سمبال هغه طالبان وو چې له تېرو درېیو کلونو راهیسې همدلته د ترینکوټ ښار په شاوخوا امنیتي کمربند کې د افغان نظام پر وړاندې جنګېده.

د نوموړي په وينا، که څه هم دغه طالبان ترینکوټ ښار ته له خپلو سپکو او درنو وسلو سره یو ځای داخل شول، خو نظامیانو د وروڼو په څېر ورسره چلند وکړ او په ښه توګه یې ترې مېلمه پالنه وکړه.

سمیع الله هم د ترینکوټ ښار یو هغه اوسېدونکی دی چې د تېر کال اوربند ورځو کې خپل کلي ته د کورنۍ د غړو لیدو ته تللی و.

هغه وایي، اوربند دا چانس ورکړ چې له کلونو وروسته خپل کلي او کور ته ولاړ شي او هلته وخت تېر کړي.

سمیع الله چې د ترینکوټ ښار د پولیسو لومړۍ امنیتي حوزه کې د سرتېري په توګه دنده ترسره کوي، وایي، که سږ کال هم اوربند اعلان شي، نو خپل کلي او کور ته به بیا ولاړ شي.

د اروزګان یوه قومي مخور معلم رحمت الله وایي، سوله د ټولو ولسونو هیله ده او تل یې له ښکېلو خواوو غوښتنه کړې چې ورور وژنه ودروي.

هغه چې د روانې جګړې یوه قرباني او د کورنۍ غړي یې له لاسه ورکړي، وایي د افغان دولت او طالبانو د سولې کولو غوښتنه کوي.

دیني عالم مولوي حمیدالله چې د سولې مشورتي جرګې غړی هم و، وایي د هېواد له کوټ ګوټ څخه ۳۲۰۰ کسانو په یوه غږ د جګړې پای ته رسېدو غوښتنه وکړه او د دې لپاره یې حکومت ته ۲۳ ماده ییز پرېکړه لیک هم وړاندې کړ.

د اروزګان والي محمد شفیق اسدالله سعید وایې، دغه ولایت د هېواد د نورو ولایتونو په پرتله زیات جګړه ځپلی دی او وروستیو درې کلنو جګړو یې هر څه له منځه وړي دي.

سعید وایي، په دې موده کې د سلګونو طالب جنګیالیو او امنیتي ځواکونو د مرګ ژوبلي تر څنګ ملکیان هم په نښه شوي او ۱۳زره کورنۍ بیا کډه کولو ته اړې شوې دي.

والي وایي، د سولې په راتګ سره به ټول ولسونه ارام او هوساه ژوند ولري.

د اروزګان والي محمد شفیق اسدالله سعید وایي، څرګنده ده چې جګړه یوازې تباهي او نابودي له ځان سره رواړي او سوله بیا هېڅ وخت بایلونکې نه ده.

هغه وایي، د روان کال د ثور یا غویي په نهمه نېټه د لویې مشورتي جرګې په تالار کې ۳۲۰۰ کسانو په یوه غږ د سولې راتګ لپاره خپل وړاندیزو د ۲۳ مادو په توګه حکومت ته وړاندې کړ چې په عملي کېدو سره به په ټول هېواد کې سراسري سوله تامین شي.

د اروزګان والي یو ځل بیا له طالب چارواکو د سولې له بهیر سره یوځای کېدو غوښتنه وکړه.

خو طالبانو په روژه کې د اوربند غوښتنه رد کړې ده خو د اختر په اړه يې تر اوسه څه نه دي ويلي.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement