د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

​د ولسمشرۍ ټاکنو نوماندانو شورا په ارګ کې د اخلاقي فساد تورونو په اړه اندېښنه څرګندوي

​د ولسمشرۍ ټاکنو نوماندانو شورا په ارګ کې د اخلاقي فساد تورونو په اړه اندېښنه څرګندوي

May 26, 2019 - 15:54

کابل (پژواک، ۵ غبرګولی ۹۸): د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندانو شورا د ولسمشر د یوه ځانګړي استازي له خوا په ارګ کې له مالي او اخلاقي فساد او د ولسي جرګې د ټاکنو له مهندسۍ څخه د پردې پورته کول د پوښتنې وړ ګڼي.

د ولسمشر غني پخواني ځانګړي مشاور جنرال حبیب الله احمدزي له یوې رسنۍ سره په مرکه کې ویلې، په ارګ کې په کاري چارو کې د لاس وهنې، له ډیموکراسۍ څخه د ناسم مفهوم اخیستو او فحشا ته د ځینو خاصو کړیو د هڅولو له امله یې له خپلې دندې استعفا کړې ده.

نوموړي روښانه کړې چې هېڅ مشاور او وزیر نه شي کولای چې د خپلې کاري لایحې مطابق دنده ترسره کړي او د ارګ له داخله یې ځینې کړۍ په چارو کې لاسوهنه کوي او د ولسمشر په مشاورینو کې داسې کسان هم شته چې ډېر کم کولای شي له ولسمشر سره وګوري.

احمدزي ویلي، په تېرو درېیو کلونو کې ولسمشر غني له ګوتو په شمار خلکو سره لیدنې او لازمې مشورې ترسره کړې چې دغه مشورو د هېواد د چارو پر ښه والي هېڅ مثبت اغېر نه دی کړی.

نوموړي په دې مرکه کې ادعا کړې چې د ارګ دننه د مشاورینو، وزیرانو او وکیلانو داسې کړۍ شته چې د فحشاد د ترویج لپاره کار کوي.

هغه دغه راز یادونه کړې چې ټاکنیز کمېسیونونه نه دې توانېدلي چې د ولسي جرګې د وروستیو پایلو اصلي نوملړ اعلان کړي او اوسنی لېست د ولسمشر په غوښتنه اعلان شوی دی.

د ولسمشر ویاند شاه حسین مرتضوي د جنرال حبیب الله احمدزي څرګندنو ته له اشارې پرته په خپله فسبوک پاڼه لیکلي، د حکومتي د حکومتي ادارو او کسانو د تخریب په موخه هدفي رواني جګړه پیل شوې ده.

نوموړي زیاته کړې: ((په دې کې شک نشته چې په حکومت کې نیمګړتیاوې شته خو د حکومتي ادارو او کسانو تخریب اوس د سیاسي موخې لپاره ترسره کېږي.))

د ولسمشرۍ ریاست ویاند هارون چخانسوري نن یوې خبري ناستې ته په دې اړوند وویل، هر هغه څوک چې دغه ډول ادعا کوي باید د هېواد په لویه څارنوالۍ کې یې د اسنادو په وړاندې کولو ثابته کړي.

چخانسوري د حبیب احمدزي ادعاوې بشپړې دروغ، بې بنسټه او پر شخصي انګېزو ولاړې وبللې. هغه زیاته کړه، دا موضوع په ډېره جدي توګه بررسي او پایلې به یې له خلکو سره شریکې شي.

د ولسمشر ویاند وویل: ((د ښاغلي احمدزي ادعاوې د څوکۍ او موقف لپاره دي. کله چې نوموړی په پارلماني ټاکنو کې بریالی نه شو ارګ ته راغی څو بیا د مشارو په توګه مقرر شي خو د ګومارنې وړاندیز یې رد شو.))

نوموړې د دې په روښانولو چې د ملي یووالي حکومت د ښځو حقونو ته جدي پاملرنه کړې د حبیب احمدزي ادعاوې هغو ښځو ته توهین بللی چې کلونه یې د تصمیم نیونې کچې ته د رسېدو لپاره قربانۍ ورکړې دي.

هغه په دې پر ټینګار چې هېچا ته اجازه نه ورکول کېږي چې د افغان ښځو پر عزت تور پورې کړي زیاته کړه: ((د هېواد له سیاستوالو زموږ هیله داده چې د خپلو سیاسي او شخصي ګټو لپاره خلکو اندېښمن نه کړي او له بې اساسه او کمپایني ادعاوو څخه ډډه وکړي.))

په ورته وخت کې د ولسمشرۍ ټاکنو نوماندانو شورا د یوې خبرپاڼې په خپرولو په ارګ کې د ملي یووالي حکومت د څو اړخیز او جوړ شوي فساد اړوند د جنرال حبیب الله احمدزي «ټکنان کوونکې او زړورې» څرګندوې ستایلې او لیکلي یې دي: «دغو څرګندونو نه یوزاې په هېواد کې زیاتره عمومي افکار اندېښمن کړي بلکې اړتیا ده چې ولسمشر غني او شریکان یې د ولسي جرګې د ټاکنو د پراخې مهندسۍ، مالي او اخلاقي فساد په اړه ځواب ورکړي.»

 په هغه خبرپاڼه کې چې نن پژواک خبري اژانس ترلاسه کړې ولسمشر غني ته دې ته په پام چې د افغانستان د اساسي قانون له مخې د غبرګولي له لومړۍ ڼېټې وروسته د ولسمشر د کار دوام غیرقانوني ګڼل شوی د «پخواني ولسمشر» خطاب کړی دی.

 سرچینې لیکلي: ((د ارګ په داخل کې له سازمان شوي اخلاقي فساد او ناسمو مالي استفادو څخه د پردې پورته کېدو له یوې خوا د ټاکنو د روڼوالي او عدالت په اړه د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندانو بې باوري زیاته کړې او بلخوا دا زمینه برابروي چې په ارګ کې غیرقانوني او غیر شرعي کړنې اشرف غني اړ باسي څو په دې اړه خلکو ته توضیح ورکړي چې څه تېر شوي او له دې زیات د بې مسوولیته دیکتاتور په څېر ځان ونه ښيي.))

 په خبرپاڼه کې روښانه شوې چې د جنرال احمدزي څرګندونې د ستر ټاکنیز ناورین ښکارندوی کوي چې د «ښاغلي غني» دستګا د خلکو په رایه د لوبو سربېره د دوی عزت، غیور او حیثیت هم داغلی او هېواد یې په ناسم مدیریت او د کارکوونکو په بداخلاقۍ اخته کړی دی.

 په خبرپاڼه کې راغلي: ((د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندانو شورا د ارګ په تیارو خونو کې د غیراخلاقي کړنو د ترویج، مالي ناسمې استفادې او پارلماني ټاکنو بې شرمانه مهندسي په کلکو ټکو د غندنې تر څنګ خلکو ته د اشرف غني په ځواب ورکولو او څېړنو ټینګار کوی.))

دغه شورا چې غني ولسمشر نه ګڼي په دې باور ده چې د «غني دستګاه» له مخکې فرض ګڼلې چې د ولسمشرۍ ټاکنې به هم د پراخو درغلیو، اخلاقي فساد او ناسمې مالي استفادې پر مخ بوځي، خو ګواښ کوي چې د «غني دستګا» دې په دې ټکي باور ولري چې د عدالت غوښتنې له موج سره به مخ شي او اجازه به ور نه کړي چې له دې زیات قانون مات او خپلو غیرشرعي فعالیتونو ته دوام ورکړي.

 دغه راز په خبرپاڼه کې د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندانو شورا ویلي چې د افغانستان د خلکو د حقونو څخه د دفاع لپاره به د غني د دستګا ټول غیر شرعي او د قانون خلاف کړنې څاري او ورسره مبارزه به کوي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement