کابل (پژواک ٦ غبرګولى ٩٨): وسله وال طالبان وايي چې د دوى د سياسي چارو د مرستیال ملا برادر اخند په مشرۍ څوارلس کسیز پلاوی د قطر مرکز دوحې څخه مسکو ته روان شو.
دغه مطلب په هغې خبرپاڼه کې راغلى چې د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک خبري اژانس ته رالېږلې ده.
سرچينه کاږي، یاد پلاوی به سبا سه شنبه (د غبرګولي ٧مه) د روسیې او افغانستان ترمنځ د سل کلنو دیپلوماتیکو اړيکو په یاد غونډه کې ګډون کوي.
سرچينه زياتوي، همداراز نوموړی هیئت به د چهارشنبې په ورځ (د غبرګولي ٨مه) د هېواد له یوشمېر سیاسي څېرو سره هم په بین الافغاني غونډه کې د هېواد د راتلونکي په اړه بحث او خبرې وکړي. ورسره به د طالبانو پلاوی د روسیې هېواد له لوړ رتبه چارواکو سره هم ځانګړې لیدنې کتنې ولري.
د خبرپاڼې د معلوماتو پربنسټ، په ياد شوي پلاوې کې د طالبانو د سیاسي چارو مرستیال ملا عبدالغني برادر، شېرمحمد عباس ستانکزی، شهاب الدین دلاور، سید رسول، مولوي عبدالسلام حنفي، ملا محمد فاضل اخند، مولوي امیرخان متقي، ملا عبداللطیف منصور، قاري دین محمد حنیف، محمد سهیل شاهین، ملا خیرالله خیرخواه، مولوي محمد نبي عمري، ملا نورالله نوري او مولوي محمد حسن ګډون ولري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن