جلال اباد (پژواک، ۶ غبرګولی ۹۸): د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې د ديني عالم مولوي ريحان قبر ته څېرمه دوه چاودنې شوې خو د نوموړي قبر ته يې کوم زيان نه دی رسولی.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د غبرګولي په ۶مه پژواک اژانس ته وويل، نن له غرمې وړاندې شاوخوا يوولس بجې د بهسودو ولسوالۍ اړوند په بلندغر سيمه کې دوه پرله پسې چاودنې شوې دي.
نوموړی وايي، چاودنې د مولوي ريحان له قبر سره نږدې شوې خو مرګ ژوبله نه لري او نه هم د مولوي ريحان قبر ته زيان رسېدلی دی.
په سيمه کې يو عيني شاهد شکيل احمد پژواک اژانس ته وويل، نن د مولوي ريحان درېيمه وه او وسله والو د نوموړي د قبر په شاوخوا کې دوه ماينونه په دې خاطر خښ کړي وو چې ښايي څوک يې قبر ته ولاړ شي او چاودنه پرې وکړي.
خو دی وايي، چاودنو کوم زيان نه دی اړولی.
د يادولو ده، مولوي سميع الله ريحان د تېرې جمعې په ورځ د کابل ښار اتمې ناحيې اړوند په التقوا جومات کې د جمعې د لمانځه پرمهال په يوه چاودنه کې ووژل شو او ١٦ نور لمونځ کوونکي ټپيان شول.
د هغه جسد د تېرې شنبې په ورځ د ننګرهار د بهسود ولسوالۍ اړوند په بلندغر سيمه کې په خپله پلرنۍ هديره کې خاورو ته وسپارل شو.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن