کندوز ښار (پژواک، ٦ غبرګولى ٩٨): په کندوز کې د ناپېژاندو وسله والو د بريد له امله د حکومت د اجرائيه رياست يو سلاکار وژل شوى دى.
د کندوز امنيه قوماندان سمونوال منظور ستانکزي د غبرګولي په شپږمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې مخکې شاوخوا نهه بجې ناپېژاندو وسله والو د کندوز ښار د باغ زراعت پر سړک د اجرائيه رياست پر يوه سلاکار نورمحمد عرب ډزې کړې دي.
هغه وايي چې په دې پېښه کې نورمحمد عرب وژل شوى او ساتونکى يې ټپي شوى دى.
ستانکزي زياته کړه: ((ساتونکي يې هم پر وسله والو ډزې کړې، خو هغوی دى ټپى کړى او وسله يې ترې وړې ده.))
د قوماندان په وينا، د دې پېښې په تور څوک نه دي نيول شوي خو پوليسو يې په اړه جدي پلټنې پيل کړې دي.
دغه راز د اجرائيه رياست مرستيال وياند فريدون خوځون هم پژواک ته وويل چې نن سهار د اجرائيه رياست يو سلاکار نورمحمد عرب په کندوز ښار کې وژل شوى دى.
هغه زياته کړه: ((عرب صاحب د اجرائيه رياست برحال سلاکار و چې متاسفانه وژل شوى دى.))
د يادونې ده، په دې وروستيو کې د پلازمېنې کابل په ګډون په ټول هېواد کې هدفي وژنې ډېرې شوې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن