ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندوز کې د اجرائیه ریاست سلاکار وژل شوی

کندوز کې د اجرائیه ریاست سلاکار وژل شوی

author avatar
27 May 2019 - 13:14
کندوز کې د اجرائیه ریاست سلاکار وژل شوی
author avatar
27 May 2019 - 13:14

 

کندوز ښار (پژواک، ٦ غبرګولى ٩٨): په کندوز کې د ناپېژاندو وسله والو د بريد له امله د حکومت د اجرائيه رياست يو سلاکار وژل شوى دى.

د کندوز امنيه قوماندان سمونوال منظور ستانکزي د غبرګولي په شپږمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې مخکې شاوخوا نهه بجې ناپېژاندو وسله والو د کندوز ښار د باغ زراعت پر سړک د اجرائيه رياست پر يوه سلاکار نورمحمد عرب ډزې کړې دي.

هغه وايي چې په دې پېښه کې نورمحمد عرب وژل شوى او ساتونکى يې ټپي شوى دى.

ستانکزي زياته کړه: ((ساتونکي يې هم پر وسله والو ډزې کړې، خو هغوی دى ټپى کړى او وسله يې ترې وړې ده.))

د قوماندان په وينا، د دې پېښې په تور څوک نه دي نيول شوي خو پوليسو يې په اړه جدي پلټنې پيل کړې دي.

دغه راز د اجرائيه رياست مرستيال وياند فريدون خوځون هم پژواک ته وويل چې نن سهار د اجرائيه رياست يو سلاکار نورمحمد عرب په کندوز  ښار کې وژل شوى دى.

هغه زياته کړه: ((عرب صاحب د اجرائيه رياست برحال سلاکار و چې متاسفانه وژل شوى دى.))

د يادونې ده، په دې وروستيو کې د پلازمېنې کابل په ګډون په ټول هېواد کې هدفي وژنې ډېرې شوې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.